د افغانستان ملي امنیت شورا ویبپاڼه هک شوې

د انځور حقوق AFP
Image caption د ملي امنیت شورا ویاند وايي دغه ویبپاڼه د ډیزاین په پروسه کې وه او لا بشپړه شوې نه وه.

هکرانو چې ځان د "هزارستان سایبري پوځ" نوموي، د افغانستان د ملي امنیت شورا ویبپاڼه هک کړه.

هکرانو د افغانستان ملي امنیت شورا پر ویبپاڼه په یوه پیغام کې لیکلي و چې "موږ د افغانستان د ټولو قومونو لپاره برابري او عدالت غواړو، د عدالت تر راتګ پورې به کرار نه کېنو."

هکرانو همداراز ویلي؛ د دې ویبپاڼې کنټرول او معلومات یې په لاس کې دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ بي بي سي سره په خبرو کې وویل؛ "دا یو سایبري ترهګریز عمل دی. زموږ ویبپاڼه د څو شېبو لپاره هک شوې وه. موږ هڅه کوو د دې کار عاملین پیدا کړو او قانوني چلند ورسره وکړو"

+ افغانستان کې د انټرنېټي خدمتونو خوندیتوب

هکرانو همداراز د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، د ملي امنیت ادارې رییس معصوم ستانکزي، د کابل ګارنیزیون قومندان ګل نبي احمدزي او د کابل د پولیسو قومندان عبدالرحمان رحیمي داسې انځورونه خپاره کړي چې تر شا یې د داعش ډلې بیرغونه فوټوشاپ کړي. هکرانو دغه دولتي چارواکي پر هزاره وو د څلورو خونړیو بریدونو د قربانیانو "وژونکي" بللي او د هغوی د "محاکمې او سزا" غوښتنه یې کړې ده. خو د دغو ټولو بریدونو مسوولیت اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې منلي و.

Image caption د ښاغلي غورځنګ په وینا افغان ځواکونو په بېلابیلو ولایتونو کې د داعش پر وړاندې جګړه کړې او دوی یې ځپلي دي.

کابل کې د باقرالعلوم جومات کې د دوشنبې ورځې (قوس/لیندۍ لومړۍ) برید لږ ترلږه ۴۶ کسان ووژل. تر هغې وړاندې د اسد/زمري میاشتې په دویمه کابل کې لږ ترلږه درېیو ځانمرګونو بریدونو کې د روښنایۍ غورځنګ ۸۰ غړي ووژل شول.

د میزان/تلې به ۲۰مه ځانمرګو بریدګرو د کابل په سخي زیارت کې د عاشورا پر ویرجنو برید وکړ او لږ ترلږه ۱۴ کسان یې ووژل او همدومره نور په بلخ ولایت کې د عاشورا پر مراسمو په برید کې ووژل شول.

د ویبپاڼې هک کوونکو تور پورې کړی چې په افغانستان کې د داعش ډلې رامنځته کول د دغو دولتي چارواکو کار دی.

د انځور حقوق .
Image caption د افغانستان د ملي شورا پر ویبپاڼه د هکرانو پیغام چې وايي "د عدالت تر راتګ پورې به کرار نه کېنو." "موږ د افغانستان د ټولو قومونو لپاره برابري او عدالت غواړو"

پر ملي امنیت شورا د داعش ډلې د "ملاتړ" تور نوي خبره نه ده. وړاندې تردې د ولسي جرګې مرستیال مشر ظاهر قدیر په وار وار دا خبره مطرح کړې وه.

د ملي امنیت شورا ویاند دغه تورنه د خواشينۍ وړ وبلل او زیاته یې کړه "داعش زموږ اوله درجه دښمن دی.. د افغانستان د ملي امنیت دښمن دی، داعش د افغانستان د ملي حاکمیت دښمن دی، داعش د افغانستان د خلکو د خپلواکۍ د حق دښمن دی."

د ښاغلي غورځنګ په وینا افغان ځواکونو په بېلابیلو ولایتونو کې د داعش پر وړاندې جګړه کړې او دوی یې ځپلي دي.

نوموړي د دغو تورنو تر شا د بهرنیو کړیو لاس وباله.