خصوصي لیلیې به قانوني شي

پوهنتون د انځور حقوق Getty Images
Image caption هر کال په زرګونو کسان له ولایتونو پلازمېنې ته راځي چې په خصوصي پوهنتونونو کې زدکړه وکړي

د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت وایي په هغې طرحې کار کوي چې له مخې به یې لسګونه خصوصي لیلیې، خوب ځایونه قانوني کړي.

اوسمهال د زدکړو د ۱۳۰ دولتي بنسټونو ترڅنګ ډېر نور ځایونه د خوب ځایونو او خصوصي لیلیو په نوم کار کوي. د لوړو زدکړو وزارت چارواکي مني چې د محصلینو لپاره دا خوب ځایونه یو هم جواز نه لري.

په ټول افغانستان کې ۳۷۰ زره محصلین په دولتي او خصوصي پوهنتونو کې لوړې زدکړې کوي. یواځې په کابل کې د لوړو زدکړو د محصلینو شمېر ۲۵ زرو ته رسېږي چې شاوخوا ۴۰ سلنه یې ښځینه دي.

د وردګو ځوانان ژمنه شوی پوهنتون ژر جوړېدل غواړي

'له کابل پوهنتونه د یپلوم تر لاسه کولو پروسه ځورونکې ده'

په تېره یوه نیمه لسیزه کې نړیوالې ټولنې افغان دولت هڅولی چې د نجونو لپاره د لوړو زدکړو آسانتیاوې برابرې کړي .

په ورستیو کلونو کې د لوړو زدکړو لپاره لسګونه خصوصي پوهنتونونه جوړ شول خو خصوصي خوب ځایونو ته ډېره پاملرنه نه ده شوې.

اوسمهال د کابل پوهنتون د نجونو او هلکانو لیلیې ترڅنګ بله هغه د پولیتخنیک لیلیه ده چې شاوخوا ۴۰۰۰ محصلین پکې لیلیه دي، خو تر ۲۰ زرو ډېر نور محصلین کابل کې خوب ځایونو ته اړتیا لري. هغو کسانو ته چې لیلیه نه لري د لوړو زدکړو وزارت هره میاشت اتلس سوه افغانۍ د کرایي خونې لپاره ورکوي.

Image caption د دولتي خوب ځایونو کمښت لامل شوی چې لسګونه خصوصي لیلیې جوړې شي.

د کابل په یو شمېر سیمو کې په ځانګړي ډول کابل پوهنتون ته نژدې یو شمېر خصوصي لیلیې ودانې شوي .افغان حکومت وایي دا لیلیې یوه هم رسمي جواز نه لري .

د کابل پوهنتون له سړکه په تېرېدو مې سترګې د خصوصي لیلیې په یوې نوم دړې ولګېدې .

کله چې دغې درې پوړیزې ودانۍ ته دننه شوم د امنیت خوندي کولو لپاره مې کوم ساتونکی تر سترګو نشو. په دغې ودانۍ کې تر سلو ډېر زدکوونکي او دولتي کار کونکي شپې سبا کوي. دلته هراوسېدونکی د میاشتې ۴۰۰۰ افغانۍ ورکوي.

د بد خشان ولایت اوسېدونکې مریم چې په یوه خصوصي پوهنتون کې زدکړې کوي وایي سره له دې چې دا لیلیه کوم جواز نه لري خو دې ته یې اسانتیا برابره کړې.

-د خلکو پوهنتون - او وړیا تحصیلي سندونه

د کابل لاریون- په ښوونيزو موسسو کې د رسمي ژبو انډول وساتئ

مریم وایي "د خاله او تره کور کې به اوسېدم، درس مې نشو ویلی ستونزې ډېرې وې. لیلیه کې اوس ارمه یم. "

خو بله محصله یلدا بهار چې اوس یوه کرایي کور کې ژوند کوي وایي خصوصي لیلیه ورته امن ځای نه و. دا چې ولې یې لیلیه خوښه ده، یلدا وايي " څلوېښت پنځوس نجونې په یوه خټین کور کې وې چې بارانونو کې به څڅېده. یواځې یو سپین ږیری ساتونکی یې درلود. د شپې به ډارېدو. یوه شپه لیلیې ته ځینې هلکان راغلي ول او نجونې یې وېرولې وې نو موږ هم لیلیه پرېښوده. "

دغه خصوصي لیلیې قانوني اجازه نه لري او هغه اداره چې دوی ته باید جواز ورکړي معلومه نه ده.

Image caption د خصوصي لیلیو قانوني کول به د زدکړیالانو ستونزې آوارې کړي.

د یوې خصوصي لیلیې مشر نصیر احمد امین مني چې د کار د فعالیت لپاره یې له دولته هېڅ جواز نه دی ترلاسه کړی. دی وایي "دا د ټولنې غوښتنه وه او تشه یې حس کېدله نو ځکه مو دا لیلیه جوړه کړه. تر سلو ډېر هلکان او نجونې زموږ په لیلیه کې دي. "

ښاغلی امین وایي د لوړو زدکړو له وزارته یې د جواز غوښتنه وکړه خو ورنه کړل شو او ایسا ادارې د مېلمستون تر نامه لاندې جواز ورکوه خو مالیه یې لوړه وه او د ده له وسه پورته وه.

د لوړو زدکړو له وزارته مو د دغو لیلیو د وضعیت په اړه وپوښتل، د وزارت ویاند فیصل امین وایي دې لیلیو ته باید له پانګونې د ملاتړ اداره ایسا جواز ورکړی او د څارنې دنده یې د دوې د وزارت ده. ښاغلی امین وايي دوی پر داسې طرحې کار کوي چې دغه لیلیې قانوني کړي.

کابل کې د خصوصي لیلیو کره شمېره نشته. سره له دې چې دغو لیلیو زدکړیالانو ته د استوګنې اسانتیا برابره کړې، امنیت او خوندیتوب یې هم د اندېښنې وړ دی.

په افغانستان کې د مجردو زدکړیالانو لپاره وګړمېشتو سیمو کې څوک په اسانه د اوسېدو ځای نه ورکوي .

تمه کېږي د خصوصي خوب ځایونو، لیلیو په قانوني کولو به تر ډېره د زدکړیالانو په تېره بیا د نجونو محصلینو ستونزې آوارې شي.

په څېړنیز ډګر کې د افغان مېرمنو پیکه ونډه

غږ پېلوځی- پر ټولنه د کتاب او قلم اغېز

اړونده مطالب