یوې افغانې د بریتانیا ۲۰۱۶ ښځینه مخترعو جایزه وګټله

د انځور حقوق GOV.UK
Image caption اغلې جعفري (له ښۍ خوا لومړۍ)

د افغانستان مرکزي دایکندي ولایت شکردخت جعفري په نامه یوې افغانې د بریتانیا د ۲۰۱۶ کال د مخترعو ښځو جایزه ګټلې ده.

دا سیالي بریتانیا کې د نوښت په تړاو د(Innovate UK's infocus awards) په نامه د یوه بنسټ له خوا جوړه شوې چې هدف یې نورو ښځو ته د الهام بښونکو او مخکښو ښځو ملاتړ دی.

د سیالۍ بله موخه په ټوله بریتانیا کې د مخکښو مخترعو ښځو توانمندي ډېرول هم دي، چې د نوښت او مخکښۍ په برخه کې خپلې وړتیاوې لاپسې پیاوړې کړي.

اغلې جعفري د "TrueInvivo" په نامه یو شرکت جوړ کړی، چې د سرطاني ناروغیو د درملنې برخه کې همکاري کوي او په ټوله نړۍ کې روغتونونو ته په سرطان اخته ناروغان لاسرسی ولري.

اغلې جعفري د سرطان اورغۍ اړوندو ناروغیو لپاره د درملنې د نوي چلند وړاندې کولو کې د بریا له کبله دا جایزه وګټله.

شکردخت جعفري په طب کې د انګلستان له سوېلي (ساري) پوهنتون څخه دوکتورا ترلاسه کړې ده.

اړونده مطالب