طالبانو د لویو پراختیايي پروژو د ساتنې ژمنه کړې

د انځور حقوق Reuters
Image caption طالبان وايي، د یادو پروژو پر کارکوونکو به بریدونه نه کوي.

افغان طالبانو په لومړي ځل د یوې خبرپاڼې له لارې د ملي پراختیايي پروژو د ملاتړ او ساتنې ژمنه کړې ده. طالبان وايي، د ټاپي، کاسا ۱۰۰۰، د مس عینک، اورګاډي پټلۍ او برېښنا د لویو پروژو ملاتړ به کوي.

طالبانو پخپله اعلامیه کې لیکلي: ''اسلامي امارت په ګران هېواد کې د ټولو ملي پروژو چې د ولس په ګټه وي او د هېواد د پرمختګ، د ولس د ښیرازۍ او سوکالۍ سبب ګرځي، نه دا چې ملاتړ کوي بلکې ساتنې ته یې هم ژمن دی.''

طالبان وايي، د یادو پروژو پر کارکوونکو به بریدونه نه کوي.

ملا عمر: د مسايلو حل ته په افهام او تفهيم باور لرو

افغان او ترکمن ولسمشرانو د اقینې اورګاډي پټلۍ پرانیسته

د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د اورګاډي د هغې پټلۍ له پرانیستل کېدا یوه ورځ وروسته - چې افغانستان د اسیا د اورګاډي له نړیوالې شبکې سره تړي، طالبانو ویلي هغه پروژې چې د خلکو په ګټه او د پرمختګ لامل ګرځي، نه یوازې ملاتړ به یې کوي بلکې ساتنې ته یې هم ژمن دي.

طالبانو په پښتو او انګلیسي خپره شوې ویناپاڼه کې ویلي، د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د پروژې، چې په ټاپي مشهوره ده، پاکستان ته د ازبکستان او تاجکستان د برېښنا د لېږد پروژه، چې په کاسا ۱۰۰۰ شهرت لري، د اورګاډي پټلۍ، د اوبو بندونو او لویو کرنیزو پروژو په اړه ویلي، چې جنګیالي به یې د یادو پروژو پر کارکوونکو بریدونه نه کوي.

طالبانو خپلو جنګیالیو ته سپارښتنه کړې، چې د یادو پروژو د کارکوونکو د امنیت خوندي کولو کې همکاري وکړي.

طالبانو ددغو پروژو د ملاتړ او ساتنې خبره داسې مهال کړې، چې د افغانستان دولت په هېواد کې د بیارغونې د طرحو او پروژو د نه پلي کېدو اصلي پړه پر طالبانو اچوي.

افغان دولت ادعا لري چې ځینې ترسره شوې پروژې (چې پلونه او پلچکونه او سړکونه پکې راځي)، د طالبانو د جنګالیو له خوا الوځول شوي دي.

افغان-ترکمن-تاجک اورګاډي پټلۍ پروژه پرانيستل شوه

د چارواکو په وینا، په تېرو دوو میاشتو کې د شاوخوا ۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت زېربناوې د طالبانو له خوا ویجاړې شوې دي.

د کارپوهانو په وینا، د طالبانو له خوا دا ډول پرېکړه بې سارې ده، خو د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر خپلو جنګیالیو ته پر ښوونځیو او ولسي وګړو له بریدونو د ډډې کولو سپارښتنه کړې وه، خو د نوموړي امر چندان په پام کې نه وو نیول شوی.

اړونده مطالب

ورته مطالب