د افغانستان د ۱۳۹۶ کال بودیجه ولسي جرګې ته وړاندې شوه

مالیي وزیر د انځور حقوق MOF
Image caption د افغانستان د مالیې وزیر له ولسي جرګې وغوښتل د دغه هېواد حساسو سیاسي شرایطو ته په کتو بودیجه په خپل قانوني موده کې تصویب کړي

د افغانستان حکومت نن چهارشنبه (قوس/لیندۍ ۱۰مه) د ۱۳۹۶ کال د بودیجې طرحه د افغانستان ولسي جرګې ته وړاندې کړه.

دا طرحه د عقرب/لړم په ۱۸مه مشرانو جرګې ته وړاندې شوی و چې اوس د مشرانو جرګې (سنا مجلس) تر مشورتي وړاندیزونو وروسته ولسي جرګې ته وړاندې شوه.

د مالیې وزیر اکلیل احمد حکیمي وایي؛ ددغه هېواد د راتلونکي کال ملي بودیجه ۴۶۶ میلیارده افغانۍ (نژدې ۶،۶ میلیارد ډالر) چې ۲۸۷ میلیارده افغانۍ (نژدې ۴،۱ میلیارد ډالر) یې عادي او پاتې ۱۷۸ میلیارده افغانۍ یې پرمختیایي بودیجه ده.

د ۱۳۹۶ کال بودیجه د تېر کال ۱۳۹۵ په پرتله ۲۲ میلیارده افغانۍ ډېره ده.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې، د کابینې تر تصویب وروسته د وړاندیز شوې بودیجې طرحه لومړی مشرانو جرګې او وروسته ولسي جرګې (استازو مجلس) ته استول کېږي.

د راتلونکي کال د بودیجې طرحه داسې مهال ولسي جرګې ته وړاندې شوه چې دغې جرګې په دولتي ادارو کې د پرمختیایي بودیجې د کمې لګونې له امله د کابینې وزیران استیضاح او له ډلې یې اووه وزیران سلب صلاحیت کړل.

هغه وزیران چې د ولسي جرګې لخوا سلب صلاحیت شول د ولسمشر په امر تراوسه پر خپلو دندو بوخت دي. محمد اشرف غني سلب صلاحیت شویو وزیرانو ته امر وکړ چې د "جرګې لخوا د وزیرانو استیضاح کولو بهیر د سموالي" په تړاو د افغانستان سترې محکمې تر حکم پورې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

وړاندې تردې د افغانستان ولسي جرګې لومړي مرستیال ویلي و چې که سلب صلاحیت شوي وزیران له دندو لرې نه کړای شي، دوی به د بودیجې طرحه تصویب نه کړي.

د افغانستان د مالیې وزیر د ولسي جرګې د نن ورځې په ناسته کې له وکیلانو وغوښتل چې د دغه هېواد حساسو سیاسي شرایطو ته په کتو دا طرحه په خپل قانوني موده کې تصویب کړي.

د ۱۳۹۶ کال د بودیجې طرحه

د افغانستان مالیې وزارت وایي؛ د بودیجې وړاندیز شوې طرحه کې ډېره بودیجه امنیتي برخې ته (۳۶ سلنه)، بنسټیزو چارو ته (۲۱ سلنه)، پوهنې ته (۱۳سلنه) او کرنې ته (۶سلنه) بېله شوې ده.

ښاغلی حکیمي وایي؛ په بېسارې توګه ددغه هېواد په پراختیایي بودیجه کې ۱۱۷ نوې پروژې په پام کې نیول شوې دي.

د افغانستان د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، د ۱۳۹۶ کال په بودیجه کې نژدې ۲۲ میلیارده افغانۍ د بودیجې کسر اټکل شوی دی او له ټولې بودیجې، ۱۵۱ میلیارده افغانۍ له کورنیو سرچینو او ۲۹۲ میلیارده نور له بهرنیو سرچینو برابرېږي.

د ۱۳۹۶ کال د ملي بودیجې په طرحه کې د ټولې پراختیایي بودیجې څه دپاسه ۵۸ میلیارده افغانۍ اختیاري او پاتې ۱۲۰ میلیارده افغانۍ غیر اختیاري بودیجه ده.

د مالیې وزیر وایي؛ د ۱۳۹۶ کال بودیجه د افغانستان شرایطو، ملي ګټو او توازن ته په کتو چمتو شوې ده.

د تېر ۱۳۹۵ کال لپاره د افغانستان ملي بودیجه ۴۴۴،۶ میلیارده افغانۍ (۶،۶ میلیارد ډالرو معادل) وه چې په هغې کې ۲۷۶ میلیارده افغانۍ عادي او پاتې ۱۶۸،۵ میلیارده افغانۍ پرمختیایي بودیجه په پام کې نیول شوې وه.