د ملي امنیت شورا 'جعلي استازی' د افغانستان شمال کې چارواکو ته ستاینلیکونه ورکول

تېره اونۍ د افغانستان ملي امنیت شورا وبسایټ هم هک شوی و د انځور حقوق NSC
Image caption تېره اونۍ د افغانستان ملي امنیت شورا وبسایټ هم هک شوی و

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي؛ د افغانستان پوځ په شمالي ولایت بلخ کې یو کس نیولی یې ځان یې په جعلکارۍ سره د ملی امنیت شورا استازی پېژندلی و.

د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې چې رسنیو ته لېږل شوې ویل شوي؛ دا کس سردار داوو زمری نومېږي او د افغانستان ځینو شمالي ولایتونو ته په سفر کې یې دولتي چارواکو ته ځان د ملي امنیت شورا استازی پېژانده.

نوموړی اوسمهال نیول شوی او تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی.

+ د کرزي دفتر د 'جعلي ملا منصور' د لوبې پړه پر برتانیا اچوي

په خبرپاڼه کې ویل شوی چې د افغانستان د قانون له مخې جعل او تزویر جرم دی او دې شخص هڅه کړې له دې لارې خپلو هدفونو ته ځان ورسوي.

د امنیت شورا په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې له دې کار نه ددغه شخص هدف څه و.

د افغانستان د ملي امنیت شورا له ټولو امنیتي او ملکي ادارو غوښتي چې له رسمي ابلاغیې پرته پر داسې شکمنو کسانو باور ونه کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې د نیول شوي کس انځورونه خپاره شوي چې د شمالي ولایتونو له چارواکو سره د کتنې پرمهال اخستي دي او دی پکې چارواکو ته ستاینلیکونه ورکوي.

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش بي بي سي ته وویل؛ دا کس په بلخ کې د قل اردو پوځیانو نیولی او ملي امنیت ته یې سپارلی چې وروسته کابل ته لېږدول شوی دی.

رادمنش په دې اړه نور معلومات ورنکړل.

په ۲۰۱۰ کال کې يو کس چې د طالب قومندان ملا اختر محمد منصور په نامه ياد شوى و، د افغانستان د همغه مهال ولسمشر حامد کرزي ليدو کتو ته وروستل شوى و. وروسته وویل شول چې په رښتيا سره دغه سړى د پاکستان د کوټې ښار اوسېدونکی يو دوکاندار و.

د افغانستان د سولې عالي شورا پخوانی رییس برهان الدین رباني هم په ۲۰۱۱ کال کې د یوه ځانمرګي بریدګر لخوا چې ځان یې د سولې پیغام راوړونکی پېژندلی و، ووژل شو.

همداراز په ۲۰۱۳ کال کې د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس اسدالله خالد هم د یوه داسې کس په ځانمرګي برید کې سخت ټپي شو چې ځان یې د طالبانو د سولې پیغام راوړونکی پېژندلی و.

+ د افغانستان ملي امنیت شورا ویبپاڼه هک شوې

تېره اونۍ هم ځینو هکرانو چې ځانونه یې "د هزارستان سایبري پوځ" نوموه د افغانستان د ملي امنیت شورا وبسایټ هک کړ چې ورپسې د څو ساعتونو لپاره پر انټرنت دغه وبسایت ته لاسرسی نه کېده.