طالبانو "یو بېګناه محصل په دار ځړولی"

فضل الرحمن رحمانی د انځور حقوق FB
Image caption د اعدام شوي محصل د دار ځړولو انځورونه په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي او کاروونکو د هغه وژل غندلي دي.

د کابل په لویدیځ کې د میدان وردګو د والي ویاند وایي؛ طالبانو د خپل یوه استخباراتي مسوول وژلو کې د لاس لرلو په تور یو محصل اعدام کړی دی.

عبدالرحمن منګل د شنبې په ورځ (قوس/لیندۍ ۱۳مه) بي بي سي ته وویل؛ دغه محصل فیض رحمان رحماني د پنجشنبې په ورځ له کابل د میدان وردګو سیداباد سیمه کې خپل کور ته روان و چې طالبانو ونیوه.

ښاغلي منګل وايي؛ طالبانو دغه محصل تېره ورځ د میدان وردګو په لویدیځ کې د چک په سیمه کې د سیمې نژدې سلو اوسېدونکو د سترګو پروړاندې په دار وځړوه.

فیض رحمان د کابل پولتخنیک پوهنتون کې زده کړې کولې او د انجنیرۍ پوهنځۍ د لیسانس دورې د څلورم کال محصل و.

ښاغلي منګل زیاته کړه؛ طالبانو ظاهرا نوموړی میدان وردګو کې د خپل یوه استخباراتي مسوول په وژلو کې د لاس لرلو په تور ونیوه او اعدام کړ، په داسې حال کې چې د هغه په وینا، دغه محصل له دې قضيې سره هېڅ تړاو نه درلود او په بشپړه توګه بېګناه و.

د میدان وردګو د والي ویاند دغه کس د طالبانو اړوند حقاني شبکې اطلاعاتي مسوول میروس نومېده او څه موده وړاندې د طالبانو په خپلمنځي شخړو کې ووژل شو.

طالبانو لا په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

+ فراه کې طالبانو پنځه دولتي سرتېري اعدام کړي

+ 'طالبانو د فراه استیناف محکمې یو قاضي اعدام کړی'

د دغه وژل شوي محصل د دار ځړولو انځورونه په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي او کاروونکو د هغه وژل په کلکو ټکو غندلي دي.

Image caption میدان وردګ د کابل په لویدیځ کې له ناامنو ولایتونو دی او کومې لارې چې ترې تېرې معمولا ناامنې دي

د میدان وردګو د والي ویاند وویل؛ چې طالبانو ددغه محصل په اعدامولو خپله "له تاوتریخوالي ډکه څېره" خلکو ته وښووله.

ښاغلي منګل زیاته کړه؛ طالبانو نه په هغه سیمه کې چې دا محصل یې ونیوه او نه هم په هغه سیمه کې چې اعدام یې کړ دایمي کنټرول نه لري، کله کله سړکونو ته راځي او د خلکو ترمنځ ځانونه راښکاره کوي او ورکېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب