ملګرو ملتونو افغانستان کې د زنداني ماشومانو د ساتنې له وضعیته رضایت ښوولی

ماشوم د انځور حقوق UNAMA
Image caption په ټول افغانستان کې له ۱۰۰۰ ډېر ماشومان د مختلفو جرمونو له امله "زنداني" دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) ویلي؛ په دغه هېواد کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د ماشومانو وضعیت ښه شوی دی.

د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزونو ددغه سازمان د څېړنې له مخې، په دغو ځایونو کې داسې تدابیر په پام کې نیول شوي د ملګرو ملتونو لخوا پام کې نیول شویو حد اقل معیارونو سره برابر دي.

ملګرو ملتونو زیاته کړې، په دغو مرکزونو له ۱۰۰۰ ډېر ماشومان ساتل کېږي چې نژدې ۱۰۰ یې پېغلې نجونې دي.

یوناما د افغانستان دولت ته وړاندیز کړی چې ټولنې ته د ځوانو زندانیانو بېرته ستنولو ته ډېر پام وکړي.

د یوناما د قانون حاکمیت برخې رییس مایکل هارټمن ویلي؛ "زموږ څېړنې ښيي د هغو ځوانانو اړتیا پورته کولو ته د دولت هڅې ښې شوي دي چې تر نظارت لاندې دي."

هغه زیاته کړې د افغانستان د عدلیې او پوهنې وزارتونه د بندي ځوانانو د بیا پیاوړي کولو او د هغوی د ژوند چاپیریال وضعیت ښه والي لپاره لا هم نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.

ولسي جرګې د ښځو او ماشومانو د ځورونې د منع قانون طرحه تصویب کړه

دغې ادارې زیاته کړې، ددوی څېړنې ښيي چې افغانستان نړیوالو معیارونو ته د رسېدو په برخه کې پرمختګ کړی، خو د ماشومانو د اصلاح او روزنې په ټولو ۲۴ مرکزونو کې د پرمختګ کچه یو ډول نه ده.

یوناما زیاته کړې، نیمګړتیاوې په هغو مرکزونو کې لیدل کېږی چې د افغانستان د عدلیې وزارت لخوا جوړې شوې دي.

ددغه راپور له مخې، د افغانستان حکومت د ظالمانه، غیرانساني او له سپکاوي ډک ډېرې سزاوې منع کړي دي.

یوناما ویلي؛ د ماشومانو د ساتنې په اکثرو مرکزونو کې دا ماشومان د خپلو کورنیو له غړو سره له لیده کاته محرومېږي چې د افغانستان له قانون سره اړخ لګوي، خو له نړیوالو قوانیو سره په تکر کې دی او دغه هېواد باید پر خپلو قوانیو بیا کتنه وکړي.

په دغه راپور کې ټینګار شوی چې ماشومان د تغذیې، ساتلو څرنګوالي او له هغوی د څارنې له پلوه په مناسب وضعیت کې دي.