افغان ولسمشر: پاکستان دې موږ سره د مالي مرستې پرځای هلته 'ترهګر' وځپي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ښاغلي غني په سیمه کې د پنځو لویو ستونزو یادونه وکړه چې باید ورته د حل لاره ولټول شي.

"د افغانستان په اړه د اسیا زړه هېوادونو" شپږمه ناسته چي د ۴۰ هېوادونو استازي پکې برخه لري، نن (قوس/لیندۍ ۱۴مه) د هند په امرېتسر کې د ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په وینا سره پرانستل شوه.

ښاغلي غني وویل؛ پاکستان د افغانستان د بیارغونې لپاره ۵۰۰ میلیون ډالره مرستې اعلان کړی، خو ښه به دا وي، چې دغه هیواد "له موږ سره د دغو مرستو پر ځای هلته د ترهګرو فعالیت له منځه یوسي."

د ولسمشر غني په وینا تېر کال افغانستان د نړۍ په کچه ډېر ملکي او پوځي تلفات لرل چې مخنیوی یې ممکن و. "دا د منلو وړ نه ده. کېدای شي مخه یې ونیول شي."

محمد اشرف غني او ډونلډ ټرمپ ټېلفوني خبرې کړي

د طالبانو پلاوی پاکستان ته ولې تللی و؟

ښاغلي غني په سیمه کې د پنځو لویو ستونزو یادونه وکړه چې باید ورته د حل لاره ولټول شي. لومړی یې اشاره جرمي اقتصاد ته وه چې پیسې یې د نشه یي توکو او انساني قاچاق له لارې برابرېږي او جرمي سیاست ته یې زمینه برابره کړې ده.

د انځور حقوق MOFA
Image caption د افغانستان ولسمشر او د هند لومړي وزیر په خپلو خبرو د اسیا زړه هېوادونو ناسته پرانسته

ښاغلي غني وویل؛ نژدې ۳۰ ډلې چې ملګرو ملتونو ترهګرې اعلان کړي هڅه کوي افغانستان کې ځانته خوندي ځایونه جوړ کړي ترڅو له دې لارې د سیمې او نړۍ هېوادونه بې ثباته کړي.

ښاغلي غني پاکستان کې د توندلارو ډلو پروړاندې د پوځي عملیاتو یادونه وکړه چې په وینا یې په پراخه کچه "خوښ کړل شوي" اورپکي او د هغوی ملاتړي بیځایه کړل او افغانستان ته واوښتل.

د افغانستان ولسمشر وویل؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ نااعلان شوې جګړه نه دا چې پایته نه ده رسېدلې، بلکې په ۲۰۱۶ کال کې په تېره بیا د بروکسل تر کنفرانس وروسته لا سخته شوې ده.

ګارډین: قطر کې طالب چارواکي پر سولې مشورې لپاره اسلام اباد ته تللي

د پاکستان ټول-ګوندیز کنفرانس: د کډوالو موده دې وغځول شي

پاکستان: افغانستان کې د سولې لپاره تل رول لوبولو ته تیار یو

هغه که څه هم په زغرده د کوم هېواد نوم یاد نه کړ، خو ویې ویل چې لا هم ځینې هېوادونه توندلارو ډلو ته پټنځایونه برابروي او یا هم د هغوی پر فعالیتونو سترګې پټوي."د طالبانو یوه لوړپوړي غړي ویلي؛ که دوی په پاکستان کې پټنځایونه ونه لري، نو یوه میاشت هم ځانونه نشي ساتلی."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان ولسمشر له هند او نورې نړۍ مننه وکړه، چې هغوی په افغانستان کې د سولې او ټيکاو لپاره هلې ځلې کوي.

د افغانستان ولسمشر له هند او نورې نړۍ مننه وکړه، چې هغوی په افغانستان کې د سولې او ټيکاو لپاره هلې ځلې کوي.

ترهګري، د اقتصادي ودې پر لارې خنډ

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي خپلو خبرو کې د اسیا زړه هېوادونو دغه ناسته په افغانستان کې د امنيت او اقتصادي پياوړتیا لپاره اړینه وبلله او اعلان يې وکړ، چې ډیلي او کابل په خپل منځ کې په هوايي کورېډور جوړولو غور کوي.

ښاغلي مودي وویل، په افغانستان کې د سولې او ټيکاو او د ترهګرو د ځپلو لپاره به له نړۍ او دافغانستان له دولت سره په ګډه کار کوي.

د هند لومړي وزیر که څه هم د کوم هیواد نوم وانه خیست، خو ويې ویل، نور باید د ترهګرو د مرسته کوونکو پرضد ګام واخیستل شي. هغه زیاته کړه، ددوی تمرکز پر افغانستان او د دغه هیواد د وګړو پر خوندي ساتلو دی.

د هند په ډزو کې: ۷ پاکستاني پوځیان ووژل شول

پاکستان د شپې شربت ګله په تورخم کې افغان لوري ته وسپارله

مودي: پاکستان ته تلونکې خپلې څاڅکی څاڅکی اوبه هم بندوو

بلخوا د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس په څنډه کې له د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز له ولسمشر اشرف غني سره لیدلي دي او د دواړو هیوادونو ترمنځ پر بېلابېلو موضوع ګانو یې خبرې کړې دي.

د هند په امریتسر کې دغې جوړې شوې نړیوالې غونډې کې د ترهګرۍ پروړاندې مبارزې او په افغانستان کې د سولې راوستلو د هڅو سربېره، د هند، افغانستان او د سیمې د نورو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هم خبرې کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ګډونوالو هېوادونو مشران

د افغانستان، پاکستان، اذربايجان، چين، هند، ايران، قزاقستان، قرغزستان، روسيې، سعودي عربستان، تاجیکستان، ترکيې، ترکمنستان او متحده عربي امارتو لوړپوړي چارواکي په دغه کنفرانس کې ګډون لري.

دا کنفرانس لومړی ځل د افغانستان او ترکيې په غوښتنه په ۲۰۱۱ کال کې جوړ شو چې له هغه مهاله هر کال په يو له دغو هېوادونو کې جوږېږي.

د افغانستان ولسمشر ددې پوښتنې په ځواب کې چې کابل له دې غونډې څه تمه لري ويلي، "افغانستان د پخوا په څېر د ترهګريزو ګواښونو او نورو امنيتي ستونزو پر وړاندې مبارزه د سيمې او نړيوالې ټولنې تر منځ د اجماع په لټه کې دی."

په امنیتي او بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز او د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف هم په امرېتسر کې دي.

دغه غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې له پاکستان سره د افغانستان او هند اړیکې تر بل هروخت ډېرې ترېنګلې دي.

کابل او نوې ډیلي پر اسلام اباد تور پورې کوي چې د حقاني شبکې او لشکرطيبه وسله والو ډلو ملاتړ کوي، خو پاکستان دغه تورونه رودوي او ادعا کوی چې هند د افغانستان له لارې په بلوچستان کې لاسوهنه کوي.

د 'اسيا زړه هېوادونو کنفرانس' د پيل په غونډه کې د افغانستان او هند د بهرنيو چارو وزارت د مرستيالانو حکمت خليل کرزي او اېس جې شنکر په مشري د هغو امنيتي ستونزو او ترهګريزو ګواښونو په اړه خبرې وشوې چې افغانستان او سيمه ورسره مخامخ ده.

د انځور حقوق Getty Images

همدا ډول په دغه غونډه کې په دې خبرې وشوې چې مرکزي اسيا او جنوبي اسيا د افغانستان له لارې څنګه له يو بل سره وصل کېدای شي.

همدا ډول رويټرز خبري اژانس د افغان او هندي چارواکو له خولې ويلي، د سوداګرۍ د لا پراختيا لپاره د هند او افغانستان تر منځ د هوا له لارې د سوداګريزو توکو پر لېږد هم هوکړه شوې ده.

وړاندې دغو دواړو هېوادونو ويلي وو چې پاکستان له خپلې خاورې د افغانستان او هند تر منځ سوداګرۍ ته اجازه نه ورکوي. دوی په دې هڅه کې وو چې د سوداګرۍ لپاره نورې غوره لارې ومومي.

امریکا، بريتانيا، استراليا، کاناډا، ډنمارک، مصر، فرانسه، جرمني، فنلنډ، ايټاليا، عراق، جاپان، ناروې، اسپانيا، سويډن او پولنډ هغه هېوادونه دي چې د اسيا زړه له کنفرانسه ملاتړ کوي.

تېر کال دغه کنفرانس د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ترسره شوی و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلی غني له نرېندرا مودي سره د سکانو د سرو زرو معبد ته هم ولاړ.

ورته مطالب