"پر مرستیال ولسمشر تورونه؛ بهرنیو سفیرانو اشرف غني سره کتلي"

دوستم او اشرف غني د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان پر ولسمشر محمد اشرف غني ڼړیوال فشار ډېر شوی چې د هغه د لومړي مرستیال لخوا پر یوه پخواني والي احمد ایشچي د تېري قضیه دې په جدي توګه وڅېړي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې؛ ښاغلي غني تېره ورځ له يو شمېر بهرنيو سفيرانو سره د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وکتل، او د هغو د اندېښنو په تړاو يې ورسره خبرې وکړې.

ځينو سرچينو چې له غونډې خبر و ورځپاڼې ته ويلي؛ له ولسمشر غني سره د خبرو اترو پر مهال داسې اشارې وشوې که نوموړى په دې برخه کې چټک گام پورته نه کړي نو افغانستان سره ځينې بهرنۍ مرستې به وځنډول شي.

د دغو سرچينو په وينا وايي؛ ولسمشر غني پر خپل لومړي مرستیال غوسه و، او بهرنيو استازو ته يې ډاډ ورکړی چې غواړي په دې برخه کې عدالت پرځاى شي.

+ اېشچي: دوستم ساتونکو ته امر وکړ چې پر ما جنسي تېری وکړي

+ د ولسي جرګې ځینې غړي د اېشچي د ادعاوو جدي څېړل غواړي

ایشچي د عبدالرشید دوستم له سیاسي مخالفینو او د ملي اسلامي جنبش پخواني مرستیال وړمه ورځ ادعا وکړه چې د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال او د هغه ساتونکو بندي کړ، ویې ډبوه، کالي یې ترې وویستل او داسې یې ورڅرګنده کړه چې ګواکې پرې جنسي تېری کوي.

نړیوال غبرګونونه

د بخښنې نړیوال سازمان د ایشچي د ادعاو په تړاو د خپلواکو او سملاسي څېړنو غوښتنه کړې ده.

دې سازمان د خبرپاڼې په خپرولو ویلي؛ "دا ډېره کرکجنه ده چې څوک د ښاغلي ایشچي برمته کوونکو ته امر وکړي 'تر وینې بهېدو پورې پرې جنسي تېری وکړي'، او په بند کې د سپکاوي ویډیو انځورونه یې واخلي. خو دا ادعا چې دا امر دې د افغانستان یو لوړپوړي حکومتي چارواکي کړی وي، ډېره ځوروونکې ده."

Image caption ښاغلي ایشچي ادعا کوي چې دوستم خپلو ساتونکو ته امر وکړ پر ده جنسي تېری وکړي

وړاندې د اروپایي ټولنې، د امریکا او بریتانیا سفارتونو په ګډون ځینو نړیوالو بنسټونو ښاغلي احمد ایشچي سره د دوستم د ناسم چلند په تړاو د اندېښنې په ښوولو د هراړخیزو څېړنو غوښتنه کړې ده.

خو د ښاغلي دوستم دفتر په یوه خبرپاڼه کې له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې "خپلو غبرګونونو کې له بیړې او مخکې له مخکې قضاوته ډډه وکړي" او خبرداری یې ورکړ، داسې مهال چې دا ادعاوې "لا تر څېړنې لاندې" دي، وارله مخه قضاوتونه او دریځونه "په حقیقت کې د دولتي بنسټونو او چارواکو خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي."

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم ویلي چې په دې تړاو "هراړخیزې څېړنې" کېږي او عدلي او قضایي ارګانونه به ددغو څېړنو پر بنسټ "ګام" پورته کړي.

د افغانستان پارلمان ځینو غړو هم تېره ورځ د ایشچي د ادعاوو د څېړنې غوښتنه وکړه. هغوی ویل چې له ایشچي سره د دوستم چلند د افغانستان حیثیت ته زیان اړوي.

+ 'جنرال دوستم د خپل سياسي سيال په وهلو او يرغملولو تورن شوى'

ورته مطالب