کابل د ملګروملتونو له امنيت شورا غوښتي، له حزب اسلامي بندیزونه لرې کړي

د انځور حقوق ARG
Image caption د بهرنیو چارو وزارت له لارې له ملګرو ملتو دا غوښتنه شوې ده.

افغان حکومت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له مشرانو بندیزونه لرې کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند وايي، افغان حکومت د حزب اسلامي په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا بندیزونو کمېټې ته د بهرنیو چارو وزارت له لارې رسمي غوښتلیک استولی دی.

تواب غورځنګ بي بي سي ته وویل غوښتنلیک په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ته رسېدلی دی:

"دا چې څومره وخت نیسي، د تعزیراتو په کومېټه پوورې اړه لري".

نوموړي هیله وښوده، چې دا غوښتلیک ژر ومنل شي او د حزب اسلامي افغانستان پر رهبرۍ لګېدلي بندیزونه لري شي.

* د حزب اسلامي او دولت د سولې هوکړه

* 'حزب اسلامي سره به سوله طالبان هم خبرو ته وهڅوي'

د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ افغان حکومت د تېر سپټمبر پر ۲۲ د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي حزب سره د سولې تړون لاسلیک کړ.

په تړون کې افغان حکومت دا ژمنه هم کړې، چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د بندیزونو له نوملړ به د دې ګوند د مشرانو او غړو نومونه لرې کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګلبدین حکمتیار د ویډيو کانفرانس له لارې د سولې تړون لاسلیک کړ.

پر حزب اسلامي د بندیزونو د لرې کولو لپاره د افغان حکومت دا غوښتنه په داسې مهال ده، چې په دې وروستیو کې یې له وسلوالو طالبانو هم وغوښتل چې د سولې بهیر سر یو ځای شي.

ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ د میلادالنبي په مناسبت غونډه کې وویل: "په دغه مبارکه ورځ کې د دولت ټول مخالفین بین الافغاني خبرو اترو ته رابولم."

د سولې عالی شورا مشر هم د میلادالبنی په مناسبت پیغام کې پر وسلوالو طالبانو غږ کړی، چې د سولې خبرې وکړی.

اړونده مطالب

ورته مطالب