عدلي طب: د مېړه له خوا شړل شوې نجلۍ پاک لمنې ده

Image caption نجلۍ وايي مېړه د دې له طلاق پرته د دې له ۱۳ کلنې خور سره نکاح کړې ده

بي بي سي د عدلي طب له خوا داسې يو سند ترلاسه کړی چې په کې ويل شوي د مېړه له خوا شړل شوې نجلۍ پاک لمنې ده. د نجلۍ مېړه نوموړې پر نيمه شپه د پلار کور ته په دې تور ستنه کړې چې ګواکې پاک لمنې نه ده او په بدل کې يې د دې ۱۳ کلنې نجلۍ خور له ځان سره بېولې.

د ښیوې له نادر خان نه دوه لوڼې په یوه شپه بوتلل شوې. مشره لور يې په خوښۍ خپل کلیوال ته ورکړې وه، خو نیمه شپه يې د ده په خبره د خېښ وسله وال يې پر کور ورننوتل او کشره لور يې ترې په دې پلمه په زوره بوتله، چې مشرې خور خپل پېغلتوب نه دی ساتلی.

د ننګرهار پوليس وايي د 'دوو خویندو مېړه ' چې په يوه شپه د دو خويندو د نکاح کولو تور دی پرې خپل ځان پوليسو ته سپارلی دی.

دی وايي، مېرمن یې "پاک لمنې نه وه"؛ ځکه یې د پلار کورته ولېږله:

"کله چې موږ موږ واده وکړ، د شپې ۱۲ بجې به وې چې نجلۍ "خرابه" ووته، د شپې ۱ بجه مو یې پلار ته زنګ وواهه، پلار، نیکه، نیا او نورې ښځې زموږ کره راغلې".

اوس مشره خور د ښځو امن کور کې ناسته ده، هغه وايي د کورنۍ عزت يې لوټل شوی، په داسې حال کې چې نوموړې ته عدلي طب داسې اسناد ورکړي، چې ښيي نوموړې پاک لمنې ده.

Image caption د نجلۍ نیا وايي، یوشمېر وسلو والو کسانو د شپې مهال د نجلۍ د دویمې خور بېولو لپاره پر کور چپاو راوړ

بي بي سي په ښېوه کې د دغو دواړو خویندو کور ته ورغله، د نجونو نیا، نیکه، مور او کوچنۍ خویندې وروڼه هر نالیدلي ته چيغې وهي او د پرې شوي جبر يې په مرۍ کې اوبه نښلوي.

د نجلۍ انا وايي، "رېنجر راغلل وسلې ورسره وې موږ يې کلابند کړو، زموږ ټول توکي يې له کوره بېرون وغورځول، چا چې بنګړي يا غوږوالۍ لرلې هغه يې ترې واخيستې او له ځان سره يې يوړل. پيالې يې ماتې کړې، شيشې يې ماتې کړې. ټولو ماشومانو ژړل."

د نجلۍ عمه چې د واده په شپه له دې سره د زوم کور ته تللې وه وايي، "د واده په شپ له نجلۍ سره د زوم کور ته ولاړم چې دود او دستور وکړم. د شپې ويده وم، ويل يې پاڅېږه، ټول زامن يې د نجلۍ کوټې ته ننوتلي وو، ټوپک يې ورته نيولی چې هر څوک راغلل ته به نور چوڼ نه کوې. په نجلۍ تور لګوي، پاکه نجلۍ ده، موږ ته معلومه ده الله ته معلومه ده. ډېرې زارۍ مې ورته وکړې خو غږ مې يې وا نه ورېد."

۱۶ کلنې مشرې خور دوه کاله وړاندې له هلک سره کوژده کړې وه، او درې مياشتې وړاندې يې واده کړی و. دغه موضوع ډېر وخت له رسنیو پټه ساتل شوې وه، خو چې اوس په ډاګه شوه، حکومت هم لاس په کار شو.

له کابله د همدې قضيې د څېړلو لپاره راغلي پلاوي نن (۱۹ ډسمبر) په ننګرهار کې خبریالانو ته وویل د پېښې اصلي تورن، نجلۍ او هلک د خلکو په منځګړتوب ځان پولیسو ته سپارلی.

د کورنيو چارو وزارت د جنايي جرايمو مشر سيد عبدالغفار سيد زاده چې د دغې پېښې د پلاوي مشري کوي وايي، د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ سيمه ييزو چارواکو له پېښې سره "جدي چلند نه دی کړی او په دنده کې يې ناغېړي کړې ده".

Image caption د نجلۍ مور مې په داسې حال کې وليده چې له سترګو يې اوښکې روانې وې

د رسنیو پر وړاندې هغه نجلۍ زړوره وغږېده، چې د خور په بدل کې وړل شوې وه، نجلۍ ویل "پلارګنۍ ته يې ته وویل شول، چې ناوې مو ځان خوندې نه دی ساتلی نو موږ ته مو بله لور راکړئ."

کشره خور وايي د پلار، ترونو او نیکه په خوښه يې اوسني مېړه ته، چې د دې په خبره ژوند يې ورسره ښه دی ورکړه، هغه د دې قضيې پای ته رسول غواړي.

خو د دواړو خویندو پلار او نیکه دا هر څه پر دوي تېری ګڼي. د نجونو زړې نیا او نیکه بي بي سي ته وویل، د شپې په ۱۱ بجو ورته د ناوې د بېرته بېولو او په بدل کې د بلې نجلۍ د ورکړې ګواښ اوتر کړل او له ډاره يې نیمه شپه مشره لور د بل چا کره ولېږله خو کله، چې پرې زور راغی، هغه يې ور وښودله او د شپې په دوه بجې يې په تورو جامو کې بوتله.

د لومړۍ ناوې سره ورغلو ښځو ورته نکل کاوه او ویل یې، "ځینې ښځې او سړي يې برمته ونیول او هله چې د ناوې خور راوړل شوه دوی يې خوشي کړل."

په دغه قضیه کې د نورو ترڅنګ هغه ملا هم نیول شوی، چې د کشرې خور نکاح يې تړلې، هغه وايي د مېړه کورنۍ (د دوه خویندو) د مېړه کورنۍ ورته وویل بېګانۍ ناوې يې د شپې طلاقه کړې او په بدل يې کې يې د تره لور ترې راوستې نو ته يې نکاح وتړه.

Image caption افغان حکومت وايي په دې لټه او هڅه کې دي چې په پېښه کې ټول ښکېل کسان ونيسي.

دیني عالمان دغه ډول دودیزې پرېکړې او د خور په بدل کې د بلې خور ورکړه د اسلام خلاف بولي.

د ښېوې د دوو خویندو قضيې په کور دننه د رسنیو له لارې د خلکو غوسه راپورته کړه دا يې د اسلام وړاندې پېر (جاهلیت زمانې) ته ورته عمل وباله.

که څه هم د دغې پېښې څه باندې دوه میاشتې کېږي، خو حکومت اوس ایله وتوانېد د پېښې عاملین رسنیو ته وښيي هغه هم د ځايي مشرانو په مرسته.

افغان حکومت وايي په دې لټه او هڅه کې دي چې په پېښه کې ټول ښکېل کسان ونيسي.

اړونده مطالب

ورته مطالب