'نا دولتي موسسو ته دواړه حکومت او مخالفین زیان رسوي'

اکبر د انځور حقوق ACBAR
Image caption ACBAR موسسه وايي د حکومتي چارواکو له خوا نادولتي موسسې بډو ورکولو ته مجبورول او ناامنۍ د نادولتي موسسو چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.

د افغانانو لپاره د بشري او پرمختیايي مرستو د همغږۍ اداره یا ACBAR وايي، په افغانستان کې نادولتي موسسو ته هر کال د حکومتي چارواکو او مخالفو ډلو له خوا درانه مالي او ځاني زیانونه اوړي.

د دغه بنسټ چارواکو په جګړه کې له ښکېلو خواو غوښتي چې د بې پرې بنسټونو په حيث دې د دوی خونديتوب ته پام وکړي.

دغه اداره وايي د حکومتي چارواکو له خوا نادولتي موسسې بډو ورکولو ته مجبورول، د دوی د اداري چارو ځنډول او ناامنۍ په افغانستان کې، د نادولتي موسسو چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.

''نادولتي کارکوونکو ته د تقاعد امتیازات ورکړئ''

نادولتي مؤسسو ډېری پیسې 'بې ځایه' لګولې

په کابل کې د غيردولتي موسسو د ۱۳۹۴ کال د فعالیتونو په رپوټ کې د ACBAR مشرې فیونا ګال په افغانستان کې په جګړه کې پرښکيلو خواو غږ وکړ چې د نادولتي ادارو بې طرفۍ ته په کتو دې د دوی خونديتوب ته پام وکړي.

مېرمن ګال وايي "موږ د دولتي ځواکونو او د مخالفو وسله والو دواړو ډلو له ګواښونو سره مخ يو. زموږ کارکوونکي وژل کېږي، تښتول کېږي او ودانۍ مو ورانېږي. "

مېرمن ګال زیاتوي "په رغتونونو او ښوونځيو کې زموږ کارکوونکي ګواښل شوي او تښتول شوي دي. نو ځکه موږ له ټولو ښکېلو خواوو غواړو چې د بشري حقونو نړيوالو قوانینو ته درناوی وکړي او په دې وپوهېږي چې نادولتي موسسې بې طرفه او خپلواکې ادارې دي. "

مېرمن فيونا ګال همدا راز له اقتصاد وزارته وغوښتل چې نادولتي موسسو ته د فعالیت د جواز ورکولو وخت نیوونکی بهیر دې ساده او لنډ کړي.

اکسفام- د کابل دولتي ادارې کمزورې دي

په لوګر کې ۲۰ ماین پاکان خوشي شول

که څه هم نادولتي موسسې په ناامنه سيمو کې د کارکولو پر مهال له یو شمېر ستونزو او خنډونو سره مخامخ وي خو د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد د نادولتي موسسو پر ناانډولتوب نيوکه وکړه چې په ځينو ولایتونو کې يې د یوه ولایت په کچه تر یو میلیون ډالرو کمې، خو په یوه بل ولایت کې یې بیا تر دوو سوو میلیون ډالرو پیسې لګولې دي.

د ښاغلي مراد په وینا "تېر کال نادولتي موسسو په کابل، تخار، بدخشان، بامیان او ننګرهار ولایتونو کې د لګښت تر ټولو ډېره خو په همدې حال کې يې په پکتیا، نورستان، نیمروز، فراه او میدان وردګ ولایتونو کې تر ټوله کمه کچه پېسې لګولې دي. "

ښاغلي مراد وویل په دې اړه له دولتي، نادولتي او مرستندویه ادارو سره "خبرو اترو ته اړتیا ده چې د پروژو په پلي کولو کې انډول ته جدي پام وشي. "

د نادولتي موسسو د ۱۳۹۴ کال د فعالیتونو د رپوټ پر بنسټ اوسمهال په افغانستان کې تر دوو زرو ډېرې نادولتي موسسې کار کوي، چې ۲۷۵يې بهرنۍ دي.

په تېر ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې دوی د افغانستان په کچه د څه باندې اتو میلیونو ډالرو په ارزښت تر څلورو زرو ډېرې پروژې پلي کړې دي او په دې ترڅ کې يې په تېرو څو کلونو کې نژدې اتیا زره نارينه و او ښځو ته د اوږد او لنډ مهاله کارونو شونتیا برابره کړې.

اړونده مطالب