ځینې مېړونه ولې پر ښځو نیوکې کوي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یو شمېر نارینه پر خپلو مېرمنو نیوکې کوي

یو شمېر نارینه په خپلو ښځو د دې نیوکه کوي چې مېرمن یې بې سیلقې ده، خپل ځان او یا بچیان نه شي سمبالولی.

دلته د حیرانۍ خبره داده چې له یوې خوا نارینه خپلې ښځې ته وایي چې باید د خاوند لپاره ځان ښکلی او ښایسته سینګار کړي او تل معطره واوسې خو بل لوری یې د معطروالي او یا د سینګار چارې د خپلې ښځې په واک کې نه وي ورکړې.

دا منم چې موږ به په کليو کې خام کورونه لرو خو تر څنګ یې ښځو ته داسې فکر ورکړل شوی چې دنیاوي ژوند د دوی لپاره دوزخ دی. یوازې غواړي وخت تیر شي مګر کله چې بوډاتوب ته ورسیږي بیا د هر څه ارمان کوي.

د خواشینۍ ځای دی چې ډېری ښځې تر زړښته نه پوهېږي چې څنګه ځان او کور سمبال کړي.

دلیلونه یې مختلف دي. دوی ته داسې فکر ورکړل شوی چې یوازې اولادونه وزېږوي.

یو ځل په کلي کې راته زموږ یوه کلیوال دا خبره وکړه چې مریم دوی سره مرسته وکړه چې د کور او بچیانو نظافت سم کړي. ښځې ته مې وکتل هغې درګرده دالان خړوباوه او سړي چې دا خبرې راته کولې کرارې لمر ته پرلتۍ وهلې وه.

د پلار ونډه

هغه ته مې وویل، چې لږ تر لږه که ښځه دې بوخته ده ته خو کولی شې چې د بچیانو په پاکولو کې یې لاس ونیسې.

څه موده وړاندې مې په کابل کې د پولیو واکسین لپاره سروې کوله، یوه پلار نه مې د ماشومانو د شمېر پوښتنه وکړه چې څو بچیان لرې؟

په خندا یې راته وویل ولاکه پوه شم چې دا کونګریان به څو وي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځینو افغان ښځو ته خورا درانه کارونه ور له غاړي دي

هغه پلار چې تراوسه د خپلو بچیانو په شمېر نه پوهېږي او یا یې په شمېر ویلو شرمېږي له هغه څنګه د ښو بچیانو د روزلو تمه کېدلی شي؟

له یوې مور مې وغوښتل چې خپل ماشومان را ته وښيي، نو هغې دواړه ماشومان له ګریوانه نیولي راوستل. دغه ښځه سره له دې چې د ۸ ماشومانو مور وه په دې نه پوهېده چې څنګه خپل ماشوم ونیسي نو نظافت به یې څنګه سم کړي؟

د یوه هېواد په پلازمېنه کې چې ښځې د خپلو بچیانو په سمبالښت او خپل نظافت نه شي پوهیدای نو د ولایاتو میرمنې خو تر دوی ډېرې ستونزې لري.

د عامه پوهاي پرلپسي پروګرامونو ته چې د ښځو او کورنیو پر ابتدايي مسایلو لکه د کورنۍ جوړښت، سمبالښټ، د ماشومانو زېږول او تر ټولو اړینه نظافت او سلیقه ده، اړتیا ده.

پرته له دې باروي یم چې راتلوونکي نسلونه به مو همداسې سخت او له کړاوه ډک ژوند ولري.

په قران کریم کې مېندو ته سپارښتنه شوې چې خپل ماشوم ته دوه کاله خپلې شېدې ورکړي، نو ډېری علما او ډاکټران په دې باور دي چې د هر ماشوم تر منځ دوه یا درې کاله واټن د مور او ماشوم لپاره غوره چاره ده.

مختلف نظرونه او فکرونه

په کلي کې د ځینو نارینو په خبره د ښځې جامه لکه د کفن ټوټه ده، څیرې یې کړه او دواړه څنډې یې وګنډه نو دا ستاسې کمیس شو.

خو که ښځې خپله جامه او سینګار جوړ کړ نو ځان یې په لوی لاس جهنم ته ورګوزار کړ.

بیا له بل پلوه ورته وایي چې ښځه هر څومره سینګار کولی شي، نو د خپل خاوند لپاره دې وکړي.

جنت کې ماڼۍ

ډیری وختونه چې موږ له کلیوالو ښځو سره د کورنظم او یا سلیقې په اړه خبرې کوو نو دوی راته تل دا خبره کوي چې که څوک دنیا ابادول غواړي د هغو ځای په جنت کې نه شته او هغه کسان چې نړۍ کې ځای نه لري په جنت کې د هغوی لپاره ماڼۍ وي.

دا په لوی لاس په دې دنیا کې د خدای له نعمتونو ځان بې برخې کول نه دي؟

دغه ډله ښځې چې نړۍ ورته په مثال د دوزخ ښکاري هغو ښځو ته چې ډېر زیار باسې، ښه خوراک او پوښاک کوي، نظم ساتي او خپل ژوند بدلول غواړي په سم نظر نه ګوري.

دوی داسې انګیري چې دوی د اخرت نه بې خبره دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption موږ هم لکه د نړۍ له نورو ښځو په څېر حق لرو چې د نړۍ له اسانتیاو پوره ګټه پورته کړو

کله چې ښار ته راغلم ما هم داسې فکر کاوه خو ومې لیدل چې دوی په پاکو کالیو کې لمونځ اودس او نور هر څه په وخت او منظم کوي. خو په په کلي کې د ښځو حال بدل و.

ټوله ورځ به په ناولیو کالیو کې له غوجلې په کادانې او تندورخانه وتلو را ننوتلو.

ایا دا ګناه ده چې د غوره ژوند لپاره هڅه وکړو؟

موږ ولې هڅه ونه کړو چې ډوډۍ مو تیاره راشي او غوا مو په ماشین ولوشل شي. موږ هم لکه د نړۍ له نورو ښځو په څېر حق لرو چې د نړۍ له اسانتیاو پوره ګټه پورته کړو.

هر څه شونې دي خو که د بدلون او هوسا ژوند لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړو.