ولسي جرګه کې د هلمند استازي میرولي پر کور ډله ییز برید کې ۷ کسان وژل شوي

د انځور حقوق AP
Image caption د ولسي جرګې غړی میرولي له دغه بریده روغ وتلی دی

د افغانستان پلازمېنه کابل کې امنیتي سرچینې وایي؛ د پارلمان وکیل معلم میرولي پر کور ډله ییز ځانمرګي برید کې ۷ کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو ددغه استازي پر کور برید تېره ورځ (جدي/مرغومي لومړۍ) ماښام مهال په یوه ځانمرګي بمي برید پیل شو او وروسته دوه بریدګر کور ته ننوتل او د سهار تر شاوخوا ۵:۳۰ بجو یې له امنیتي ځواکونو سره جګړه وکړه.

ښاغلي میرولي له بریده روغ وتلی.

یوې معتبرې امنیتي سرچینې چې په سیمه کې یې عملیات څارل بي بي سي ته وویل، په وژل شویو کې د میرولي د کورنۍ څلور غړي، د ده دوه ساتونکي او په ولسي جرګه کې د ارزګان د استازي عبیدالله بارکزي زوی شامل دي.

+ د ولسمشر کرزي جګپوړی سلاکار جان محمد خان ووژل شو

ټپیان هم د ښاغلي میرولي د کورنۍ غړي دې، خو ټپونه یې سطحي ښودل شوي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption امنیتي سرچینې بیا دا خبره نه مني او وایي چې خپله ښاغلی میرولي او ورسره څو میلمانه د برید پرمهال له کوره په بله لاره وتلي دي.

طالبانو ویلي، برید دوی کړی خو ادعا یې کړې چې د میرولي په کور کې د هلمند د پوځي چارواکو غونډه روانه وه.

امنیتي سرچینې بیا دا خبره نه مني او وایي چې خپله ښاغلی میرولي او ورسره څو میلمانه د برید پرمهال له کوره په بله لاره وتلي دي.

کابل کې دا وروستیو میاشتو کې یو شمېر خونړي بریدونه شوي دي.

له دې مخکې تېره میاشت پر باقرالعلوم جومات د یوه ځانمرګي برید پایله کې چې مسوولیت یې اسلامي دولت نومي (داعش) ډلې پر غاړه واخیست لږ تر لږه ۲۷ کسان ووژل شول.

د انځور حقوق AP