پېښور کې د افغان مېرمنو د حقونو لپاره (کډواله) اداره جوړه شوه

Image caption کډواله به د کډوالو مېرمنو د حقونو خوندي کولو هڅې کوي.

په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې ( يو اېن اېچ سي ار) په ګډو هڅو په خپلو پښو د افغان مېرمنو د درلو لپاره د (کډواله) په نوم اداره جوړ شوه.

د دې ادارې موخه د افغان مېرمنو د زدکړو لپاره زمينه برابرول دي.

د کډواله ادارې د پرانیستې مراسمو کې د افغان کونسلګرۍ د کډوالو چارو اتشې عبدالحميد جليلي خبريالانو ته وويل، له دې لارې غواړي چې کډواله مور او خور خپل حقونه ترلاسه کړي، خپل او د خپلو بچو راتلونکی ښه کړي او د خپلې ټولنې په ابادۍ کې ونډه واخلي.

* جرمني د افغان کډوالو يوه ډله کابل ته وشړله

* ۱۰ میاشتو کې ۸ لکه افغان کډوال هېواد ته را ستانه شوي

* له پاکستانه سلګونه ستانه شوي افغان کډوال کابل ته رسېدلي

د دې ادارې يوې غړې فروهر فريد وويل، دوی غواړي چې د مېرمنو د زدکړو لپاره زمينه برابر کړي او هغوی ته خپل حقونه ور کړل شي.

د هغې په خبره، ډېرې مېرمنې اوس هم نشي کولی چې له کور بهر ووځي او یا زدکړې وکړي.

د ملګرو ملتونو د ادارې يوه چارواکې ميرين ماسټر وايي ډيرې جينکۍ اوس هم ښوونځیو ته نه ځي او په خپله خوښه افغانستان ته د ستنيدو بهير کې ډيرې ښوونکې هم تللې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کډواله اداره په داسې مهال جوړېږي چې په روان کال کې په لکونو کډوال له پاکستان افغانستان ته ستانه شول.

نوموړې زياتوي، دوی اوس دا معلوموي، چې څومره افغان زدکوونکې او ښوونکې دلته پاتې شوې دي، ترڅو باوري کړي، چې هره زدکوونکې ښوونځي ته ولېږي.

د هغې په خبره، دا هم ډيره مهمه ده چې د ستنو شویو مېرمنو ښوونکو له تجربو په افغانستان کې ګټه پورته شي.

د کډوالو د ادارې يا يو اېن اېچ سي ار د رپوټونو له مخې، په روان کال کې له دريو لکو زيات کډوال له پاکستان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.