'نفوذي' طالب کندوز کې د 'پاڅونوالو' قومندان او څلور ملګري وژلي

سبز علیه آبی د انځور حقوق .
Image caption افغانستان کې په وروستیو کلونو کې ډېرې داسې پېښې شوي چې د پولیسو او د پوځ ترمنځ نفوذي کسانو خپل ملګري وژلي

د افغانستان په شمالي ولایت کندوز کې سیمه ییز چارواکي وایي؛ د طالبانو یوه نفوذي کس په خان اباد ولسوالۍ کې د پاڅونوالو یو قومندان او د هغه څلور ملګري وژلي دي.

قومندان جبار له خپلو کسانو سره د کندوز د خان اباد ولسوالۍ په ملا غلام کلي کې مېشت وو.

د خان اباد ولسوال حیات الله امیري بي بي سي ته وویل؛ دغه پېښه تېره شپه ناوخته ۱:۳۰ بجه (سیمه ییز وخت) رامنځته شوې ده.

د امیري په وینا، د طالبانو نفوذي له ډېر وخت راهیسې د قومندان جبار تر امر لاندې له نورو پاڅونوالو سره دنده ترسره کوله او د هغه اعتماد یې ترلاسه کړی و.

امیري وویل؛ بریدګر د خپلو څلورو ملګرو او قومندان تر وژلو وروسته د پوستې وسلې له ځانه سره وړي او طالبانو سره یوځای شوی.

+ کندوز: د طالبانو برید کې د افغانستان پوځ "۱۲ سرتېري" وژل شوي

طالبانو ددې پېښې مسولیت منلی او ویلي یې دي چې بریدګر ددوی نفوذي و. قومندان جبار لس وسله وال کسان لرل او د دولت د مخالفینو پروړاندې د پاڅون کوونکې ډلې په توګه یې د خپلې سیمې د امنیت ساتلو لپاره فعالیت کاوه.

ښاغلي امیري وویل؛ ددغو ځواکونو چې سیمه ییز پاڅونوال یې بولي د منظمو تشکیلانو او تنظیمولو نشتوالي له امله تل د طالبانو د نفوذ احتمال لیدل کېږي.

چارواکي وایي، ددې ډول پېښو د مخنیوي لپاره اړینه ده چې د پاڅونوالو په پېژندنه کې دقت وشي او حکومت سره ددوی مشخصات ثبت شي.

د هغه په وینا، دغه ځواکونه رسمي تشکیلات نه لري او دا هغه کسان دي چې په ناارامو سیمو کې د طالبانو پرضد وسله پورته کوي او هېڅ ډول حقوق او وسلې له دولته نه ترلاسه کوي.

د کندوز سیمه ییز چارواکي وايي، د کورنیو چارو وزارت تراوسه په دې ولایت کې د محلي پولیسو تشکیل نه دی منظور کړی.

+ فراه کې د طالبانو برید کې اته پولیس سرتېري وژل شوي

+ کندهار کې سیمه ییزو پولیسو خپل درې ملګري وژلي