افغانستان کې د کار پرمهال خوندیتوب ته ولې لازمه پاملرنه نه کېږي؟

کارګر کابل کې
Image caption ځینې کارګر وایي دوی ته د خوندیتابه اړین توکي نه ورکول کېږي او دوی یې په خپلو پیسو د اخیستو وس نه لري

د افغانستان کار او ټولنيزو چارو وزارت چارواکي خصوصي ادارې او شرکتونه مکلف ګڼي چې خپلو کارګرو ته محافظتي توکي او روغتیايي بیمه برابره کړي، خو کارګر وایي؛ ددوی خوندیتابه ته هېڅ پام نه کېږي.

افغانستان کې په ځانګړې توګه د ودانیزو چارو کارګران وایي؛ په کاري چاپيریال کې هره شېبه د دې خطر وي چې له لوړې ودانۍ ولویږي او یا د ځينو محافظتي توکو د نه کارولو له کبله له نورو ستونزو سره مخ شي.

د کارګرو نیوکه د ودانیزو شرکتونو پر مالکانو او ټيکه دارانو ده چې د پیسو د سپما لپاره ددوی ژوند له ګواښ سره مخ کوي، خو ځینې کار ورکوونکي بیا کارګر ګرم ګڼي چې د دوی لخوا ورکړل شوي محافظتي توکي نه کاروي او ځينې يې بیا د دغو توکو د اخیستلو د وس د نه لرلو خبره کوي.

په وروستيو کلونو کې د ودانيزو چارو پر مهال داسې پېښې شوې دي، چې کارګران د خپلې بې پامۍ له کبله غورځېدلي، مړه شوي او یا معلول شوي دي.

زړګی چې د کورونو د جوړولو ټیکه دار دی وايي؛ کارګران له ګواښ سره مخ دي، خو کار ورکوونکي دومره ګټه نه لري چې وشي کولی دوی ته د خوندیتابه اړین توکي برابر کړي.

نوموړي ډېر کارګر لیدلي چې د کار پرمهال د ودانیو له لوړو پوړیو راولوېدلي، ټپي شوي یا یې هم ساه ورکړې، خو وایي؛ کارګرو ته یوازې دومره کولی شي چې د ډېر پام سپارښتنه وکړي.

Image caption دا یوازې ګومارل کېدونکي کارګر نه دي چې په یوه او بله پلمه د خوندیتابه له وسایلو برخمن نه دي، ځینې حرفوي کسان چې شخصي کاروبار لري هم د ځان خوندیتابه ته پام نه کوي

د دولتي اړوندو ارګانونو لخوا د څارنې نشتوالي او په داسې شرایطو کې چې د پخوا په پرتله د بیکارۍ کچه په افغانستان کې خورا پراخه ده، هغه کارګر ځان خوشبخته بولي چې بوختیا مومي، د معیاري شرایطو برابرېدو غوښتنه خو لا پرځای پرېږده.

رنګمال جاوید وايي؛ ځان په هرچا ګران دی، خو ډېری کارګر د خوندیتابه وسایلو پېرلو توان نه لري او دولت هم کار ورکوونکي نه اړ کوي چې کارګرو ته اړین او خوندي توکي برابر کړي.

"کمربند به موږ ته څوک راکړي؟ که پخپلو پېسو يې اخلو نو دومره پيسې دي چې همدا کمربندونه پرې کیږي. نه څوک خولۍ راکوي، نه يې کمربندونه راکړي، هيڅ شی يې نه دي راکړي، دستکشې نشته، هيڅ هم نشته."

که دلته د ملامتیا مخ ټیکه دارانو او د ودانيزو شرکتونو مالکانو ته وراوړي نو ستونزه بل ځای هم شته، هغه دا چې ځینې کارګر د کار پر مهال د ځاني خونديتابه توکي له شرمه نه کاروي او ځینې يې په کارولو د زړه تنګون احساسوي.

+ د خوندي ساتنې توکو نشتوالي د چارګل نیم بدن شل کړ

+ چین کې د یوه لوی برج د فلزي خوازې ړنګېدو مرګژوبله اړولې

په کابل کې د یوه ودانيز شرکت مرستیال بلال ځکه تر یو بريده پړه پخپله پر کارګرو هم وراچوي، "پخپله شرکت کمربند هر څه ورته راوړي، خو دوی يې پخپله نه تړي. بس دغه بهانه کوي چې کمرند خلاص کړه، وتړه، مخکې لاړ شه، شا ته لاړ شه، دا زموږ وخت نیسي نو په دوی باندې يې موږ جبري نشو عملي کولی."

Image caption ښایي د خوندیتابه ځینې توکي دومره ګران نه وي چې ځینې کارګر یې ځان ته پخپله واخلي، خو کارګر پخپله هم بیغوري کوي چې له امله یې له بېلابېلو ناروغیو له ګواښ سره مخ کوي

د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار، تقنين او د کاري شرایطو د ښه والو مشر غلام مصطفی هاروني وايي، د کار د قانون پر یو شمېر مقررو د بدلون لپاره کار روان دی، چې په تطبيق سره به يې په کاري چاپېریال کې د کارګرو خونديتابه ته ډېر پام وشي.

ښاغلی هاروني وايي، اوس هم د کار د قانون له مخې هره اداره او شرکت مکلف دی چې خپل کارګر ته محافظتي توکي برابر کړي.

"د کارفرما یا د ادارې بل مسوولیت د دغو وسایلو د کارولو د طریقې زده کړه ده چې باید کارګرو ته يې کارول ورزده کړي. اداره یا کارفرما مکلف دي چې د ايميني وسایلو یا د ځان د خونديتابه توکو لایحه پخپله اداره کې تطبيق کړي."

په همدې حال کې د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنې مشر معروف قادري وايي، په دغه هېواد کې په اداري او د کارګرو په چارو کې د یوې ځانګړې محکمې د نشتوالي له کبله د کارګرانو حقونه تر پښو لاندې کیږي.

+ افغانستان کې '۲۷ کان کیندونکي' وژل شوي

"دا یوه تشه ده، موږ له دولته او قضايه قوي په وار وار د دې غوښتنه کړې. خو دوی تر اوسه د محکمو په ډله کې داسې کومه محکمه نه ده جوړه چې په ځانګړي ډول د کارګرانو د کاري چاپېریال د خونديتابه حق، د خسارې د جبران ستونزه او د دوی له حقونو سرغړوونکي وڅاري او هغه کسان چې د دوی حقونو تر پښو لاندې کوي د قانون منګولو ته وسپاري."

د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار قانون له مخې اداره او شرکت مکلف دی، د محافظتي توکو تر څنګ کارګرو ته روغتیايي بيمه هم ورکړي. په کاري چاپيریال کې د ټپي کېدو پر مهال يې درملنه وکړي او د معلوليت یا د روغتیايي ستونزې په صورت کې باید په هماغه پخواني امتیاز داسې کار ورکړي چې هغه يې د کولو وړتیا ولري.