''افغانستان یوازې خپلې ۳۰ سلنه اوبه کاروي''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عبدالله هېواد وايي، هرکال زموږ ۱۹ میلیارده متره مکعبه اوبه پاکستان ته ورځي، که يې په پيسو وشمېرو او هر متر مکعب په دوه ډالره حساب کړو شاوخوا ۳۸ میلیارده ډالره مو د اوبو له حسابه پاکستان ته ورځي.

د نوي افغانستان په نامه د څېړنو مرکز وايي، افغانستان خپلې یوازې ۳۰ سلنه اوبه کاروي او پاتې نورې پرته له اغېزناکې کارونې ګاونډيو هېوادونو ته ورځي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي چې د دغه څېړنيز مرکز په لومړنۍ غونډه کې يې خبرې کولې وویل، د اوبو مديريت له کوم هېواد سره د دښمنۍ معانا نه لري او ګاونډي هېوادونه بايد په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

عبدالله الهام په خپل راپور کې کاږي، چې د افغانستان د اوبو مديریت او ګاونډيو هېوادونو ته يې بهېدل د نوي افغانستان د څېړنيز مرکز اصلي محور دی چې نن يې په کابل کې خپله لومړنۍ غونډه جوړه کړې وه.

د دغه څېړنیز مرکز مشر عبدالله هېواد ناامني هم د اوبو له ستونزو سره تړي او په دې اند دی چې یو شمېر هېوادونه غواړي افغانستان همداسې ناامن وي تر څو يې دوی له اوبو وړيا ګټه واخلي.

''هرکال زموږ ۱۹ میلیارده متره مکعبه اوبه پاکستان ته ورځي، که يې په پيسو وشمېرو او هر متر مکعب په دوه ډالره حساب کړو شاوخوا ۳۸ میلیارده ډالره مو د اوبو له حسابه پاکستان ته ورځي. هغه معلومات چې موږ راټول کړي ۳۴ میلیارده متره مکعبه اوبه مو ایران ته ځي. سترې سترې زیرمې يې ورته جوړې کړې. ان ايران پر کوېټ د افغانستان اوبه پلوري. ايران دولت موږ ته يوه روپۍ هم نه راکوي. پاکستان ته چې ځي يوه روپۍ نه راکوي. په مقابل کې هره ورځ پنځه او شپږ زره کډوال زموږ له پاکستانه راباسي. ''

ښاغلی هېواد وايي افغانستان یواځې له ایران دولت سره تړون لري چې له مخې يې افغانستان بايد په ثانيه کې ۲۶ متره مکعبه اوبه هغه هېواد ته ورکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پخواني ولسمشر حامد کرزي وویل، ګاونډیو هېوادونو ته د افغانستان د اوبو ورتګ اندېښمنوونکې چاره ده

ښاغلی هېواد وايي د اوبو د کچې کره ارزونه، اوبو ته د خلکو د اړتيا د کچې معلومول او ګاونډيو هېوادونو ته د اوبو د ورتګ پر څرنګوالي څېړنې د دغه نوي جوړ شوي ارګان کاري برخې دي.

پخواني ولسمشر چې په دغه غونډه کې يې خبرې کولې وویل، چې ګاونډیو هېوادونو ته د افغانستان د اوبو ورتګ اندېښمنوونکې چاره ده.

د ډېورنډ کرښې د څرنګوالي موضوع هم د دغه مرکز له مهمو بحثونو څخه ده.

ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې ډېورنډ کرښې ته هم اشاره وکړه او وېې ویل چې افغانان دا کرښه په رسميت نه پېژني.

د هغه په وېنا ډېورنډ د انګليسانو لخوا پر افغانانو تپل شوې او دا غوښتنه له پاکستان سره د دښمنۍ معانا نه لري او په خبره یې دا د افغانستان د خلکو حق دی.