له روسیې سره د طالبانو اړیکه؛ بله 'ستره لوبه' پیلېږي؟

  • 27 دسمبر 2016 - 07 مرغومی 1395
د انځور حقوق .
Image caption طالبان وايي، له مسکو سره اړیکه لري او "له امریکايي نېواک د افغانستان ژغورولو لپاره ترې مرسته غواړي".

روسیه، چین او پاکستان د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د سولې او ټیکاو او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر لارو چارو په مسکو کې جرګه شوي.

روسي او پاکستاني چارواکي وايي، دا "د افغانستان په اړه د دې درې اړخیزې کار ډلې" دریمه غونډه ده او دوه نورې یې په بېجینګ او اسلام اباد کې شوې دي.

په دې ناسته کې د افغانستان او یا هم د افغان کشالې په اړه د بل ښکېل لوري استازی نشته او داسې ښکاري چې دا ناسته د افغانستان په تړاو د دریځ نږدې کولو لپاره د روسیې او پاکستان د هڅو چټکول وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې ناسته کې کابل ته پر بلنه نه ور کولو نیوکه کوي او دا دریځ اندېښمنوونکی او پر ځای نه بولي.

د روسیې او پاکستان اړیکي تر ډېره ساړه او پخوا له دوښمني ډک و، په وروستي یوه کال کې پاموړ ښه شوي ان چې د دواړو هېوادونو پوځیانو تېر سپټمبر په اسلام اباد کې پوځي مانورې وکړې.

د روسیې د ډيپلوماسۍ بدلون

د انځور حقوق AP
Image caption په افغان چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي په اول ځل د مسکو او طالبانو د اړیکې خبره وکړه.

د افغانستان په تړاو د روسیې د ډيپلوماسۍ بدلون ته هغه وخت پام واوښت چې تېر کال په افغان چارو کې د دغه هېواد د ولسمشر ویلادیمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل، هېواد یې له داعش سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې له طالبانو سره اړیکې یا تماس لري.

په تېر کې طالبان د مسکو سر سخت سیمه ییز دښمنان بلل کېدل، خو د دوی په تړاو د روسي ډيپلوماټانو دې دریځ افغانان سخت هیښ او اندېښمن کړل او ور پسې د افغان پارلمان، امریکايي او ناټو چارواکو منفي غبرګون هم را پورته شو.

* روسیه د افغانستان په اوسني سیاست کې څه رول لري؟

* د روسیې سفیر: د خپلو خلکو خوندیتوب لپاره له طالبانو سره اړیکي لرو

رویټرز خبري اژانس د افغان حکومت او طالبانو د ځینې سرچینو له خولې وايي، چې په وروستیو میاشتو کې په مسکو او تاجکیستان کې د طالبانو د استازو او روسي چارواکو ترمنځ څو ځلې خبرې شوې دي.

د کندوز امنیه قومندان قسیم جنګل باغ ویلي، په یوه غونډه کې د کندوز لپاره د طالبانو والي ملا عبدالسلام هم ګډون درلود او له روسي چارواکو سره د لیدنې لپاره تاجکسیتان ته تللی و.

د انځور حقوق .
Image caption په کندوز کې ځايي چارواکي له افغان پولې سره نږې د شکمنو الوتکو د الوت او د روس جوړ نویو وسلو د نیولو خبره کوي.

د ډیسمبر میاشتې په لومړیو کې د افغانستان ولسي جرګې وویل، له طالبانو سره د روسیې د مرستو په تړاو رپوټونه څاري او په یوه لیک کې یې په دې هکله له روسي چارواکو سپیناوی غوښتی.

افغان چارواکو له طالبانو سره د روسیې د مرستو کوم سند وړاندې نه کړ، خو د کندوز امینه قومندان وايي، د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ په سرحدي سیمو کې د نامعلومو شکمنو چورلکو الوتنې او په کندوز کې د روس جوړ نویو وسلو نیولو دا اندېښنې پیدا کړې چې سیمه ییز لوبغاړي ممکن په افغانستان کې له هغه پر ډېر رول لوبولو بوخت وي، چې تصور یې کېږي.

* روسیه څومره مهم نړیوال ځواک دی؟

* له پوتین سره څوک روسیه اداره کوي؟

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قومندان جنرال جان نېکلسن هم درې اونۍ وړاندې په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل، چې روسیه هم له ایران او پاکستان سره یو ځای شوې او د دوی په څېر په افغانستان کې د "زیانمن نفوذ" هڅه کوي.

هغه زیاته کړه، چې مسکو طالبانو ته د رواتوب یا مشروعیت ور کولو هڅه کوي.

د انځور حقوق AP
Image caption جنرال نېکلسن وايي، مسکو د داغش په پلمه کولو سره په افغانستان کې منفي رول لوبوي.

د جنرال نېکلسن په خبره، روسیه په افغانستان کې د خپل سیاست لپاره داعش پلمه کوي.

نوموړي دا هم وویل، کوم رواتوب چې روسیه یې طالبانو ته ور کوي، رښتونی بنسټ نه لري، خو د افغان حکومت د کمزوري کولو او په افغانستان کې د ناټو هڅو د اغېزمنولو لپاره دی.

د طالبانو او روسیې ترمنځ د اړیکو جوړولو وړتیا نشته

د افغانستان او طالبانو د بدلون څارونکی او لیکوال مایکل سمپل باوري دی چې افغان حکومت او طالبان له مسکو سره د دې ډلې د اړیکو په تړاو قصداً مبالغه کوي.

د هغه په خبره، د طالبانو او روسیې د اړیکو په هکله مبالغه کېږي: "زما په اند کوم داسې سند نشته چې د طالبانو او روسیې ترمنځ نوې اړیکې تایید کړي یا هم له دې ډلې د مسکو ملاتړ وښيي. زما په باور د داسې اړیکو د رامنځ ته کولو وړتیا نشته چې د طالبانو یا روسیې په ګټه وي".

د انځور حقوق f
Image caption مایکل سمپل وايي، د روسیې یا طالبانو په ګټه د دواړو ترمنځ د اړیکو جوړولو وړتیا نشته.

نوموړی زیاتوي طالبان د دې لپاره دې موضوع ته لمن وهي، چې خپلو ټیټپوړو غړو او وسلوالو ته وښيي د روسیې په څېر مهم هېواد یې ملاتړ کوي او په دغه سخت وضعیت کې چې طالبان ور سره مخ دي دا تبلیغ د خپلو سرتېرو د مورال لوړولو او دې ډلې ته د سیمه ییز رواتوب بښلو لپاره اهمیت لرلی شي.

د روسیې په علومو اکېډمۍ کې د ختیزو مطالعو د څانګې غړی رمضان داوروف هم باوري دی چې دمګړۍ مسکو له واشنګټن سره سیالي او د افغان حکومت کمزوري کول نه غواړي.

د هغه په اند، "له طالبانو سره د روسیې د اړیکو هڅه د دې لپاره وه چې مسکو دا ډله ډېره وپېژني او معلومه کړي چې طالبان د نوي یمې لسیزې په څېر منځنۍ اسیا ته د ځواک پراخولو فکر لري که یه. د روسیې لپاره د منځنۍ اسیا ټیکاو او د اوراسیا اقتصادي پراختیا لومړیتوب لري".

د هغه په اند، "روسیه په افغانستان کې له لوېدیزو هېوادونو سره د سیالۍ نیت نه لري. روسیه پوهېږي چې افغانستان اوس خپل حکومت لري او ممکن دا حکومت لوېدیځ ته څه اندازه میلان ولري، خو مسکو د دې حکومت کمزوري کول او په افغانستان کې ګډوډي جوړېدل نه غواړي".

ستره لوبه، سړه جګړه، روسیه او افغانستان

په افغانستان کې د روسیې د رول مخینه ښيي، چې دا هیواد په افغانستان کې تل له بدلون سره حساس دی او په مختلفو دلایلو سره یې په دغه هېواد کې لاسوهنه کړې ده.

د انځور حقوق .
Image caption د ۱۸۷۸ مشهور کاریکاتور په سمبولیک ډول افغان واکمن شېرعلي خان د څاري روسیې او لویې برتانیا د امپراتوریو ترمنځ ښودلو سره د افغانستان د هغه مهال وضعیت ښيي.

ټوله ۱۹ پېړۍ په دې سیمه کې د څاري( تزاري) روسیې او برتانیا - چې پر هند نیمه وچه یې ولکه کړې وه - ترمنځ سیالي روانه وه او د داوړو امپراتوریو ترمنځ افغانستان د حایل په توګه د سیالۍ چورلیځ و.

د ۲۰ پېړۍ په لومړیو کې د رودیارد کیپلېنګ د مشهور ناول 'کیم' له خپرېدلو وروسته دا سیالي په "ستره لوبه مشهوره" شوه.

بیا چې پر ۱۹۷۹ کال د پخواني شوروي سرو لښکرو پر افغانستان یرغل وکړ د "سړې جګړې" ترڅنګ چې بیا یې هم افغانستان چورلیځ و د "ستره لوبه" اصطلاح هم د ژبو پر سره شوه او د امریکا په مشرۍ لوېدیزو هېوادونو د افغان مجاهدینو ملاتړ ته ودانګل او په سیمه کې د شوروي پرضد ودرېدل.

طالبان؛ زوړ دوښمن، نوی دوست؟

روسیي له طالبانو سره د دوښمنۍ په دلیل پر ۲۰۰۱ کال پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف د برید ملاتړ وکړ. د روسي ډيپلوماټانو په خبره، سره له دې چې طالبانو هغه مهال له مسکو سره د اړیکو ټینګولو هڅه وکړه، خو کریملین له دوی سره هیڅ لېوالتیا ونه ښوده.

د انځور حقوق .
Image caption وحید مژده وايي، که د امریکا د نوي ولسمشر له کار پیلېدلو سره د مسکو - واشنګټن اړیکي ښه نه شي، نو د طالبانو او روسیې ترمنځ د اړیکو نږدې کېدلو امکان شته.

سیاسي کارپوه وحید مژده وايي، اول ځل روسیه هغه مهال له طالبانو سره د اړیکو ټینګولو په فکر کې شوه، چې د افغانستان د ۲۰۰۴ کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې "د روسیې ملاتړې شمال ټلوالې نوماند یونس قانوني" ناکام شو او له "پراخې درغلۍ" سره سره دې ټلوالې "په چوپه خوله" د ټاکنو پایلې ومنلې.

ښاغلی مژده زیاتوي، کله چې روسیه باوري شوه، شمال ټلواله به نور د افغانستان په واک او ځواک کې لومړنی رول ونه لري او حامد کرزی هم له امریکا سره د نږدې اړیکو له امله له روسیې سره نږدې اړیکي نه غواړي، نو مسکو له طالبانو سره د اړیکو نیولو فکر وکړ.

" پر ۲۰۰۶ کال د روسیې او طالبانو ترمنځ تماس ونیول شو. په دې خبرو کې روسانو له دوو مسلو سره حساسیت درلود، یو د طالبانو په لیکو کې د منځنۍ اسیا وسلوال او دویم هم نشه يي توکي. طالبانو د منځنۍ اسیا د وسلوالو په تړاو روسانو ته له خپل لوري ډاډ ور کړ، خو د نشه يي توکو په هکله یې وویل، چې دا د امریکایانو کار دی، ځکه موږ د خپل حاکمیت پر مهال نشه يي توکي له منځه وړي و".

د وحید مژه په خبره، دغه محدود تماسونه روان و او پر ۲۰۱۳ کال چې په افغانستان کې د یوه خصوصي شرکت چورلکې د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې بېړۍ ناسته وکړه او پیلوټ یې له دې ډلې سره بندي شو، نو په کابل کې د روسیې سفارت له طالبانو سره نیغ تماس ونیو.

نوموړی زیاتوي، د دې اړیکو پر مټ پر ۲۰۱۴ کال پیلوټ خوشی شو او دا هغه مهال و چې افغان ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې "د داعش حضور ته د هوا ور کولو لپاره د نړیوالې ټولنې پام اړول غوښتل".

ښاغلی مژده په دې باور دی، چې د اشرف غني دغو هڅو د روسیې په ګډون د سیمې هېوادونو سخته اندېښنه پیدا کړه او افغانستان ته یې پام واوښت او دې ته په پام سره چې په وروستیو کلونو کې روسیې په اوکراین او سوریه کې له لوېدیزو هېوادونو سره د نېغې سیالۍ او چلند ډګر ته ور ودانګل، په افغانستان کې یې هم له ناټو او امریکايي ځواکونو خطر احساس کړ.

د انځور حقوق .
Image caption افغانستان د منځنۍ اسیا له دریو هېوادونو سره ګډه پوله لري، چې د روسیې د نفوذ سیمه بلل کېږي

نوموړی وايي، په وروستیو میاشتو کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د استازو او روسي چارواکو خپلمنځي لیدنې شوې او طالبان په افغان سوله کې د روسیې مرسته او رول غواړي.

ښاغلی مژده زیاتوي، داسې سند نشته چې وښيي روسیې طالبانو ته وسلې او پیسې ور کړې دي، د طالبانو سرچینې هم وايي، چې دوی د روسیې وسلو او پیسو ته اړتیا نه لري.

خو د نوموړي په خبره، روسان دې ته منتظر دي چې وویني، د امریکا د ټاکلي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کار په پیلېدلو سره به د مسکو او واشنګټن په اړیکو کې کوم بدلون راشي که یه.

هغه وايي، که دا بدلون د ښه والي په لور نه وي، نو شونې ده، مسکو له طالبانو سره اړیکې پراخې کړي او ان طالبانو ته د الوتکې ضد وسلې ور کړي چې له ډېر پخوا یې ترې غواړي.