"افغانستان کې د سينې سرطان د ميندو د مړينې دوهم لوی لامل دی"
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"افغانستان کې د سينې سرطان د ميندو د مړينې دوهم لوی لامل دی"

افغانستان کې د روغتیا وزارت وايي د سرطان ناروغۍ کابو کولو چاره یې په لومړيتوبونو کې ده.

په دغه هېواد کې د میندو د مړیني دویم ستر لامل د تيونو سرطان ناروغي ښوول شوې ده.

هر کال افغانستان کې شا او خوا شل زره کسان په سرطان اخته کېږي چې لویه برخه یې د معدې، مرۍ او بیا په ښځو کې د تيونو سرطانونه دي.

نجما ځلا په افغانستان کې د دغې ناروغۍ درملنې لپاره شته اسانتیاوو او امکاناتو ته کتنه کړې ده.

اړونده مطالب