'نشه یي توکو سره مبارزه له ننګونو ډکه ده، خو روانه به وي'
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

'نشه یي توکو سره مبارزه له ننګونو ډکه ده، خو روانه به وي'

افغان کورنیو چارو وزارت وایي، د هېواد په کچه هلو ځلو له لارې غواړي د ټابلیتکه او نورو نشه یي توکو د کارولو مخنیوی وکړي. د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل، د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه له ننګونو ډکه ده، خو بیا هم دوی لاسته راوړنې لري او پایلو ته یې هیله من دي.

کابل کې اسدالله لودین له ښاغلي صدیقي سره د تابیلتکه د زیاتوالي او په دې اړه د پولیسو د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي.