کابل کې ځینو مدني فعالانو د برېښنا وېش او بیه کې پر "بې عدالتۍ" اعتراض وکړ

برق
Image caption کابل ښاریانو د برېښنا وېش او بیه کې پر بېعدالتۍ اعتراض وکړ

کابل کې یو شمېر مدني فعالانو د یوې غونډې په ترڅ کې د برېښنا ناعادلانه وېش او د برېښنا بیې پر لوړېدو اعتراض وکړ.

د کابل په شهرنو پارک کې د ننني (جدي/مرغومي ۱۷مه) غونډې یو ګډونوال سید ناصر موسوي وایي؛ د برېښنا شرکت ناسم مدیریت لري، "ځینې والیان، وزیران، جهادي مشران او مهم چارواکي چې میلیونونه افغانۍ د برېښنا لګښت پیسې نه ورکوي، نو برېښنا د خپل زیان جبرانولو لپاره د هغوی پیسې پر عامو خلکو وراچوي."

افغانستان کې په وار وار ځینې راپورونه خپاره شوي چې ځیني حکومتي چارواکي د برېښنا شرکت پوروړي دي. ددغو راپورونو له مخې؛ ددغو چارواکو پور میلیونونو افغانیو ته رسېږي، خو هغوی د خپلو څوکیو او نفوذ نه په ګټه اخستو دا پورونه نه ورکوي.

ښاغلي ناصر همداراز وایي؛ "په ژمي د برېښنا پرې کېدل ډېرېږي. چېرته چې وزیر او وکیل نشته، خلک برېښنا نه لري، خو هلته چې دوی اوسېږي، برېښنا هم شته."

+ د افغانستان دولتي چارواکي یو میلیون ډالر د برېښنا پوروړي دي

+ د برېښنا د کمښت او نشتوالي وخت کې څه کولای شو؟

د ټولنیز عدالت مدني خوځښت رییس احمد ذکي هم وایي؛ حکومتي چارواکي او د پارلمان غړي ۲۴ ساعته برېښنا لري او د خلکو له ستونزو بې خبره دي او ورته پاملرنه نه کوي.

دی وایي: "د برېښنا شرکت ویده حکومت او غافله ملي شورا داسې نیولې چې که هر جفا یې زړه وغواړي د خلکو په حق کې یې کوي. "

اعتراض کوونکي د برېښنا شرکت تورنوي چې خلکو ته د برېښنا لګښت دوه میاشتنی بل ورکولو له لارې په حقیقت کې د خلکو د لګولې برېښنا بیه لوړوي او باید دا کار هره میاشت وشي.

دوی همداراز د برېښنا شرکت کې په ټیټه کچه د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د فساد شتون خبره کوي او ددوی په وینا خلک اړ کېږي د هر کار لپاره دغو کارکوونکو ته رشوت ورکړي.

د انځور حقوق dab
Image caption افغانستان د خپلې اړتیا وړ نژدې ۷۰ سلنه برېښنا له بهره واردوي

خو بلخوا د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وایي؛ د دوی د ګډونوالو شمېر ډېروالي، د برېښنا کارېدنې ډېرېدو او په ژمي کې د برېښنا نه سپما له امله په دې فصل کې د برېښنا نوبتي کېدل ډېرېږي.

ددغه شرکت د معلوماتو له مخې؛ کابل ته په ټوله کې ۳۰۰ میګاواټه برېښنا ورکول کېږي او په دې ښار کې د برېښنا د ګډونوال شمېر ۵۰۰ زرو ته رسېږي.

ښاغلی توحیدي د برېښنا وېشکې د عدالت نشتوالي تور ردوي او زیاتوي؛ دغه شرکت په سیمه کې ترټولو مناسبه بیه ټاکلې ده چې ددې هېواد په ټولو سیمو کې یو ډول ده.

همداراز د هغه په وینا، د افغانستان د برېښنا شرکت پر داسې طرحې کار کوي چې د برېښنا لګښت په میاشتني ډول واخلي.

+ افغانستان کې د وارداتي برېښنا بیه کې ۲۵ سلنه لوړوالی راغی

+ افغانستان زر میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري

افغانستان د خپلې اړتیا وړ نژدې ۷۰ سلنه برېښنا له ترکمنستان، ایران، تاجیکستان او ازبکستان نه واردوي او نژدې ۳۰ سلنه برېښنا په کور دننه تولیدوي.

د روان لمریز کال په لومړیو کې د برېښنا شرکت اعلان وکړ چې د برېښنا بیه د ډالرو پروړاندې د افغانۍ بیې لوېدو له امله ۲۵ سلنه ډېروي، ځکه چې دوی وارداتي برېښنا په ډالرو پېري.

په تېرو کلونو کې افغانستان کې یو ډالر ۵۸ افغانیو سره تبادله کېده، خو اوس دا ارزښت نژدې ۶۷ افغانیو ته رسېدلی دی.

د برېښنا شرکت د چارواکو په وینا، افغانستان هرکال له ۲۲۰ نیولې تر ۲۷۰ میلیون ډالر په ارزښت برېښنا واردوي.