یو نښتر د نازولي زوی ازار و

  • 8 جنوري 2017 - 19 مرغومی 1395
Image caption د کونړ د ځنګلونو اره کوونکي کسان هم پردي وو ځايي خلکو یوازې لږې پیسې غنیمت ګڼلې او د څو ورځو خواړه یې کېدل، نوره ټوله ګټه د نورو سیمو خلکو کوله

زموږ سیمه ځنګليزه ده نو د ځنګل کيسې یې د کور کلي په خبرو کې ورګډې دي، د ميندو په خبرو کې مې دا ډېره اورېدله چې که دې شنه ونه په پسرلي کې پرې کړه نو بلا یې ستا په بچیانو پرېوځي او د تنکي نیالګي تانده څانګه لا ماتول لویه بیه لري او د کور نازولي ته به یې ازار رسي دا باور د ټولو خلکو په زړه کې و.

بابا مې پوښته چې له ځنګله څه ډول ګټه پورته کېده چې خلکو یې دومره پام ساته هغه ویل یوازې وچې ونې او یا هم دومره زاړه نښتر چې د کلي مشرانو به ګواهي ورکوله چې ځنګل پرې نه زیانمن کیږي د کور د اړتیا لپاره پرې کېده او ترډېره خو په خپله اوښتې ونې به په ځنګل کې دومره ډیرې وې چې بیا به سېلابونو راوړلې او ګرګې به یې بللې له هغو به ګټه پورته کېده.

همدغو ګرګو ته هم د کونړ په سالار باغ کې یوه فابریکه جوړه وه چې په کور د ننه به یې د دفتري میزونو او څوکیو اړتیا پوره کوله.

''د کونړ نښترو پاخه لرګي له محصول پرته ټول هېواد ته وړل کېږي''

زه د اسد اباد یم چې کله هم په ښو بدو پکې پوهېدو د ځنګله کيسه په اوښتو وه، ما د ځنګله د چارتراشو ګواټې په ښار کې لېدې تر هغه چې ځنګل مې نه و لیدلی او له کلیوالو مې د ځنګله د وهلو کیسې اورېدې د ګڼو خلکو کاروبار ګرځېدلی و له پاکستان او پښتونخوا خلک کونړ ته د همدې کاروبار لپاره راتله.

ان اره کوونکي کسان هم پردي وو ځايي خلکو یوازې لږې پیسې غنیمت ګڼلې او د څو ورځو خواړه یې کېدل، نوره ټوله ګټه د نورو سیمو خلکو کوله وروسته په هغو سیمو کې چې ځنګلونه پکې بیخي سپیره شو همدا تېره یو نیمه لسیزه د جګړو سختې او تودې سیمې وې. د کونړ کوړنګل او د نورستان کامدیش ماته د میندو خبره یادیده چې یو نښتر د نازولي زوی ازار دی.

په ۱۹۹۰ کلونو کې د ښار په لوېدیځه څنډه کې چې اوس په کې د سید جمال الدین افغان پوهنتون دی د لاچي دګورو ونو یو باغ د سیند په غاړه یوې بېله کې ولاړ و هغه مهال کونړ کې د سلفیانو امارت و امارت ته دغه ونې کږې مالومې شوې او له سټو یې اره کړې او دا دود شو چې ولاړه ونه چاته په سترګو سمه نه ورتله.

د کونړ د ځايي چارواکو له خولې ده چې له ۷۰ سلنه ډېر ځنګل دغلته وهل شوی او لاهم پرې ارې ګډې دي د چنسې په نوم برېښنايي وسیلې په یوه ساعت کې څو هکتاره ځنګل ریبلی شي، له ریبلو وروسته په لویو ښکاره او په پټو وړو لارو پاکستان ته وړل کیږي ځايي خلک چارواکي او ولایتي مشران پړه بولي چې له ځنګله وهونکو او قاچاقبرو سره یو لاس دي.

کيسه یوازې د کونړ نه ده زه په ۲۰۱۶ کې خوست ته لاړم او یو رپوټ مې دا و چې دغلته ځنګلونه په کوم حال دي د خوست او پکتیا په ډیرو سیمو کې لکه د کونړ پر ځنګلونو اوربل دی د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې مې د نښترو یتیمې ونې او د پرې شویو ونو سټې وليدې او ځايي خلک مې وپوښتل چې ولې؟ د خلکو هماغه یوه خبره ده چې وايي د زور څښتن ځنګله ته سترګې پټې کړي ګټه یې د څو ګوتو په شمېر خلکو ده، خو تاوان یې د ټول ولس دی.

د انځور حقوق FB
Image caption پر خواله رسنیو د افغانستان د ځنګلونو وهلو پرضد ګڼو کاروونکو څرګندونې او تبصرې لیکلې دي
د انځور حقوق FB

ما په شمالي ولایت کندوز کې هم ورته خبره واورېده چې د پیستو پر ځنګلونو د تبرونو زهرجنې وسپنې خښې وي او ډېرو سیمو کې ونې وهل کېږي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر راته په یوه مرکه وویل، حکومت په راتلونکو پنځو کلونو کې د ګڼو ځنګلونو د بیا شنه کولو پلان جوړ کړی او په یولسو ولایتونو کې به دا کار وشي.

خو له تېرو څو ورځو د کونړ د ځوانانو شور او ځوږ اورم چې وايي د ځنګله کیسه یې نوره هم په ورانېدو ده وهل شوي هغه بې له حکومتي محصوله د پخو توکو په نوم وړل کېږي او هلته په غرونو کې ایله څو سلنه پاتې نښترو پسې لو دومره ګړندی دی چې غواړي په وروستۍ ګټه یې خولې خوږې کړي د بل نسل دې خدای مل شي.

له ځنګله سره د دوښمنۍ ۳۶ کال دی، خو یو بدلون راغلی داسې چې ټکنالوژۍ د چارواکو پلمې سوځولي پر ځیرک ټيلیفون هره ورځ نوي انځورونه اخیستل کېږي او په هر انځور کې بلا د درد چیغې سورې اورېدل کېږي خبره د غوږونو ده چې اوري به یې که نه؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کونړ ډېر خلک پرته د لرګیو له سوداګرو او ترکاڼاڼو له کونړه په هر نوم د لرګیو د لېږد مخالف دي او له حکومته غواړي، چې که لرګیو ته دوړلو اجازه ورکوي، د ځنګلونو ساتنه او بیا زرغورنتیا دې له پامه نه غورځوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب