په کور د ننه بې ځایه شوو افغانانو ته مرستې راټولېږي

د انځور حقوق AFP
Image caption ډېری کورنی د ناامنیو له کبله له خپلو مېنو او سیمو وتلې دي

افغان حکومت او ملګري ملتونه تر راتلونکو دوو اونیو غواړي د بېځایه شویو کسانو لپاره د مرستو ټولو پروګرام پیل کړي.

د شمېرو له مخې د روان لمریز کال له پیله د مرغومي تر میاشتې څه باندې ۱۶۳۰۰ کورنۍ بېځایه شوې وې چې له هغې ډلې شاوخوا ۱۰۸ زره کورنۍ یې بېرته خپلو کورونو ته ستنې شوې او تر پنځوس زره ډېرې نورې یې لا هم له خپلو ځایونو بېځایه دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ویس احمد برمک وايي زیاتره بېځایه شوې کورنۍ د افغانستان په یوولسو ولایتونو کې وې چې د نا امنیو او طبیعي پېښو د رامنځ ته کېدو له امله کډه کېدو ته اړې شوې وې چې له زیاترو سره یې مرستې شوې دي.

راستانه شوي کډوال د حکومت د همکارۍ په تمه

۷ افغان پناه غوښتونکي پر ایراني ځوان د جنسي تېري شکونو له کبله نیول شوي

راستانه شوي کډوال د حکومت د همکارۍ په تمه

ښاغلی برمک وايي حکومت له بیځایه شویو او زیانمنو کسانو سره د بشپړو مرستو رسولو توان نه لري خو زیاتوي چې نړیوالو خیریه ټولنو او موسسو د مرستو ژمنه ورسره کړې ده.

دغه راز تر راتلونکو دوو اونیو به په ملي او نړیواله کچه د مرستو ټولو پروګرام پیل کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د شمېرو له مخې د روان لمریز کال له پیله د مرغومي تر میاشتې څه باندې ۱۶۳۰۰ کورنۍ بېځایه شوې وې
د انځور حقوق AFP
Image caption د شمېرو له مخې په ۱۳۹۵ کال کې د طبیعي پېښو له کبله د کال له پیله تر دې دمه تر ۱۵۰۰ ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۲۶۰۰ تنه ټپیان شوي وي.

د ښاغلي برمک په وینا، په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د نورو مرستو سربېره د حکومت له بیړني یا اضطراري کوډ له بودیجې تر یو میلیارد افغانۍ د بېځایه شویو او زیانمونو لپاره کارول شوي دي چې ورسره ۸۴ سلنې بیځایه شویو کسانو ته مرستندویه توکي رسول شوي او د راتلونکي کال په بودیجې کې هم ورته اندازه بودیجه ځانګړې شوې ده.

د هلمند بې ځایه شوي له حکومته نهیلي دي

دغه وزارت د شمېرو له مخې په ۱۳۹۵ کال کې د طبیعي پېښو له کبله د کال له پیله تر دې دمه تر ۱۵۰۰ ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۲۶۰۰ تنه ټپیان شوي وي.

د انځور حقوق AFP
Image caption تر راتلونکو دوو اونیو به په ملي او نړیواله کچه د بېځایه شویو لپاره د مرستو ټولو پروګرام پیل کړي

تر راتلونکو دوو اونیو به په ملي او نړیواله کچه د مرستو ټولو پروګرام پیل کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د نورو مرستو سربېره د حکومت له بیړني یا اضطراري کوډ له بودیجې تر یو میلیارد افغانۍ د بېځایه شویو او زیانمونو لپاره کارول شوي دي

اړونده مطالب

ورته مطالب