هرات کې درې ایرانیان د "ترهګرۍ" په تور نیول شوي

  • 11 جنوري 2017 - 22 مرغومی 1395

د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت امنیتي چارواکي وايي، درې ایرانیان یې د ترهګرۍ په تور له دوو تومانچو سره نیولي، چې ځانونه یې افغانان معرفي کړي وو.

د هرات د امنیې قوماندانۍ د تروریزم ضد څانګې مشر فضل الرحمن خادم د یوې خبري ناستې په ترڅ کې ویلي،‎ درې ایرانیان یې د ترهګرۍ په تور له دوو توپانچو سره نیولي دي.

نوموړی وایي، نیول شوو کسانو ځانونه افغانان بللي، خو پولیسو موندلې چې دوی ایرانیان دي.

دغه سیمه ییز چارواکی وایي، نیول شوو کسانو په وژنو کې په لاس لرلو اعتراف نه دی کړی، خو په وینا یې شواهد ښیي چې دوی په هرات کې د وژنو په څو ترسره شویو پېښو کې لاس درلود:

ايران د نيمروز په بريدونو کى لاس لرل رد کړل

"هېڅوک نه وايي چې موږ څوک وژلي، موږ د تخنیک او لابراتوار په مټ موندلې چې فلانی سړی ددې کس په وسیله وژل شوي. همدا چې د یوه بل هېواد اتباع دي او دې ښار ته راغلي او له دوو تومانچو سره نیول شوي دا ثابتوي. موږ چې پلټنې وکړې پر دې پوه شوو چې د ترهګرۍ په موخه راغلي او په دې ډول پېښو کې یې لاس درلود."

د امنیې قوماندانۍ دغه چارواکي ویلي، دا ښیي چې ځینې بهرنۍ کړۍ هم په ترهګریزه پېښو کې لاس لري.

دا لومړی ځل دی چې یو سیمه ییز پوځي چارواکي دومره په زغرده ایرانیان په ورته پېښو کې ښکېل وبلل.

ښاغلی خادم وايي، دغه نیونې ښيي چې ځینې بهرنۍ کړۍ هم د افغانستان په ناامنیو کې لاس لري.

اړونده مطالب

ورته مطالب