هرات کې بندیانو ته اجباري سواد زده کړه

  • 11 جنوري 2017 - 22 مرغومی 1395
Image caption ښکاري چې د هرات په محبس کې په هر کارځای کې له کمو امکاناتو ډېره ګټه اخیستل کېږي.

د هرات سیمه ییز چارواکي وایي، تر راتلونکو څو میاشتو به د هرات په مرکزي محبس کې د سواد زده کړه اجباري شي.

د ځایي چارواکو په وینا، په پام کې ده د لوړو زده کړو څلور ټولګي هم په آنلاین ‌ډول زندانیانو ته جوړ شي.

څه باندې دوه زره او شپږ سوه کسان د هرات په محبس کې بندیان دی خو نیمایي یې د لیک او لوست او یا نورو علمي زده کړو په برخه کې بوخت دي.

فایق له هغو زندانیانو څخه یو دی چې هم خپله زده کړې کوي او هم له نورو سره مرسته کوي. نوموړی وایي:

د افغانستان لوی زندان کې د بندیانو لاسي او حرفوي کار

د کابل ښځینه بندیانو ته حرفوي زده کړې ورکول کېږي

"انګلیسي ژبه او کمپیوټر زده کوم. نورو ته سواد ورزده کوم. سواد تر ټولو ښه شی دی. د سړي راتلونکی جوړوي. کمپیوټر هم ضرور دی ځکه ټوله نړۍ ورته اړتیا لري."

کسب زده کول

د هرات د محبس چارواکي وايي د کسبونو زده کړې ته اهمیت ورکوي، خو د لیک او لوست زده کولو ته لومړیتوب ورکوي.

Image caption فایق له هغو زندانیانو څخه یو دی چې هم خپله زده کړې کوي او هم له نورو سره مرسته کوي.
Image caption د هرات په محبس کې اوس لوړو زده کړو ته هم البته په آنلاین شکل ځانګړی پروګرام جوړېږي.

د هرات د محبس مشر جنرال عبدالله عزیزي وايي:

"موږ هوډمن یو چې د سواد زده کړه اجباري کړو. نوی کال چې پیل شي د پوهنې ریاست ژمنه کړې چې د اړتیا په کچه درسي مواد برابر کړي. دغه ریاست محبس ته لومړیتوب ورکوي."

د هرات په محبس کې اوس لوړو زده کړو ته هم البته په آنلاین شکل ځانګړی پروګرام جوړېږي.

جنرال عزیزی زیاتوی: "په نوي کال کی به د پوهنتون څلور ټولګي د حقوقو، کمپیوټر ساینس، ساینس او د ښوونکي د روزنې د پوهنځیو په چوکاټ کی جوړ شي. د ایساف قوماندانۍ هم مرسته کړې چې مالي مرسته وکړي."

ماسټري لرونکی بندي

د هرات په محبس کې دوو زندانیانو د ماسټرۍ او لسو نورو د لیسانس تر کچې زده کړې کړې، خو د دوی ټولو له پوهې تراوسه پوره ګټه نه اخیستل کېږي.

محمد مشفق د حقوقو او عربي ادبیاتو دوه جلا لیسانسه لري خو د لاسي صنایعو په برخه کې فعاله دی او د کاغذي ګلانو جوړول نورو ته ورښیي.

نوموړی زیاتوي: "له بده مرغه د موږ په مسلک کې تراوسه ټولګی نه دی جوړ شوی. ما لس کاله په ښوونځيو او دوه کاله په پوهنتون کې تدریس کړی. تراوسه د لوړو زده کړو د تدریس لپاره زمینه نه ده برابره شوې چې نورو ته یوڅه ورزده کړم."

اته سوه تنه د هرات په محبس کې د لاسي صنایعو د زده کړې په برخه کې کار کوي. یوشمېر یې عواید هم لري.

عبدالهادي خپل راتلونکي ته خوشاله دی: "ګټه یې دا ده هغه مهال چې له خیره سره آزاد شوو، بیا به ګلسازي جوړه کړم. نورو ته به یې ورزده کوم. دا به ټولې ټولنې ته خدمت وي."

Image caption اته سوه تنه د هرات په محبس کې د لاسي صنایعو د زده کړې په برخه کې کار کوي. یوشمېر یې عواید هم لري.
Image caption په پام کې وه چې په هرات کې نوی محبس جوړ شي، خو دا پروژه د نامعلومو دلایلو له کبله وځنډول شوه.

ښکاري چې د هرات په محبس کې په هر کارځای کې له کمو امکاناتو ډېره ګټه اخیستل کېږي.

عبدالهادي زیاتوي: "باید هر ډول رنګارنګ قلمونه او کتابچې موجودې وي. باید دا ډول کتابونه باید د انګلیسي یا پښتو ژبې او یا خطاطۍ لپاره موجود وي. که دولت دې برخې ته پام وکړي دا به ډېر ښه شي."

سره له دې چې د هرات په محبس کې ښوونیز او کلتوري پروګرامونه نسبتاً ښه پرمخ روان دي، خو یوه بله لویه ستونزه دا ده چې دا زندان د پنځو سوو کسانو لپاره جوړ شوی و او اوس څه باندې دوه نیم زره کسان پکې ساتل کېږي.

په پام کې وه چې په هرات کې نوی محبس جوړ شي، خو دا پروژه د نامعلومو دلایلو له کبله وځنډول شوه.

Image caption د هرات په محبس کې دوو زندانیانو د ماسټرۍ او لسو نورو د لیسانس تر کچې زده کړې کړې، خو د دوی ټولو له پوهې تراوسه پوره ګټه نه اخیستل کېږي.
Image caption د هرات د محبس چارواکي وايي د کسبونو زده کړې ته اهمیت ورکوي، خو د لیک او لوست زده کولو ته لومړیتوب ورکوي.

اړونده مطالب