کابل کې د غبرګو بریدونو د وژل شوو شمېر ۳۸ ته ختلی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا چاودنې تېره ورځ سه شنبې (جدي/مرغومي ۲۱مه) د افغانستان د ملي شورا یوې ودانۍ مخې ته د کابل په دارالامان سیمه کې وشوې چې طالبانو یې مسوولیت ومانه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي؛ کابل کې د تېرې سې شنبې ورځې ځانمرګو بریدونو د وژل شویو شمېره ۳۸ او د ټپیانو ۸۶ ته رسېدلې ده.

ددغه وزارت ویاند صدیق صدیقي خبریالانو ته وویل؛ په وژل شویو کې ۱۳ امنیتي مامورین او پاتې د پارلمان اداري کارکوونکي او د ملکي وګړي دي چې د برید په سیمه کې و. د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې ۸۶ کسان ټپیان شوي چې ۲۷ یې امنیتي مامورین او پاتې د پارلمان اداري کارکوونکي او له سیمې تېرېدونکي و.

دا چاودنې تېره ورځ سه شنبې (جدي/مرغومي ۲۱مه) د افغانستان د ملي شورا یوې ودانۍ مخې ته د کابل په دارالامان سیمه کې وشوې چې طالبانو یې مسوولیت ومانه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند همداراز وویل؛ تېر ماښام (سه شنبه جدي/مرغومي ۲۱مه) د کندهار والي پر مېلمستون برید کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. کندهار کې د سیمه ییزو سرچینو په وینا، د ملي شورا دوه غړي او د اماراتو پنځه ډیپلوماتان هم په وژل شویو کې شامل دي.

کابل کې د دوو چاودنو له امله ګڼ کسان وژل شوي

د کندهار چاودنې مرستیال والي، د ملي شورا دوه غړي او د اماراتو ۵ ډیپلوماتان وژلي

ددغو سرچینو په وینا، د کندهار والي همایون عزیزي او د متحده عربي اماراتو سفیر جمعة محمد عبدالله الکعبي هم د ټپیانو په ډله کې دي. د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې ویاند منیره یوسف زاده وایي؛ د دغې چاودنې د ټپیانو روغتیایي وضعیت ښه دی.

''فوق العاده'' امنیتي تدابیر

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه؛ د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ امنیتي ناسته جوړه شوه او ټولو امنیتي ادارو ته امر وشو چې امنیتي تدابیر "فوق العاده" کړي او ډېره هڅه وشي چې د ترهګریزو پېښو رامنځته کېدو مخنیوی وشي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دغو بریدونو پراخ غبرګونه راوپارول.

غبرګونونه

دغو بریدونو پراخ غبرګونه راوپارول. کابل کې د امریکا سفارت شازدافیر هوګور لورنز په یوه خبرپاڼه کې دا بریدونه "پر خلکو قصدي، وحشیانه او خونړي" بللي او ټینګار یې کړی چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغاستان حکومت ملاتړ ته ژمن دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) هم دا بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دغه سازمان د افغانستان د خلکو او حکومت ترڅنګ پاتې کېږي او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي.

هلمند کې ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې

د کندهار چاودنه: والي او د متحده عربي اماراتو سفیر ټپیان شوي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي پرنیل کارډل وایي؛ دا ډول "بې هدفه، غیرقانوني او خواشینوونکي" بریدونه سولې ته رسېدل سختوي چې د افغانستان خلک ورته اړتیا لري.

وړاندې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې "طالبانو د افغانستان د دښمنانو په امر یوځل بیا د کابل ښار په یوه له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې د ځانمرګو بریدونو په ترسره کولو وېره خپره کړه او د ښځو په ګډون یې زموږ یو شمېر بېګناه هېوادوال په وینو ولړل."

د ښاغلي غني دفتر زیاته کړې؛ "ولسمشر دغه جنایتکارانه عمل د خلکو او بشریت پروړاندې دښمني بللې او ټینګار یې کړی چې ددې جنایت عاملان به د هېواد په هېڅ برخه کې خوندي نه وي."

همداراز د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د کندهار والي پر مېلمستون برید غندلی او هغه یې جنایتکارانه عمل بللی دی.

وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر خبر ورکړی و چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ یو پلاوی د کندهار د والي مېلمستون کې د بمي برید ارزولو لپاره کندهار ته تللی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي پرنیل کارډل وایي؛ دا ډول "بې هدفه، غیرقانوني او خواشینوونکي" بریدونه سولې ته رسېدل سختوي چې د افغانستان خلک ورته اړتیا لري.

ورته مطالب