د کابل لاریونوال: د پاکستان سفارت د جاسوسۍ ځاله ده

Image caption لاریونوالو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پاکستان د ترهګرۍ ملاتړی هېواد اعلان کړي.

د کابل سلګونو اوسېدونکو د جمعې په ورځ د پاکستان سفارت مخې ته لاريون وکړ او دغه سفارت يې په افغانستان کې د جاسوسۍ ځاله وبلله.

لاریونوالو د پاکستان او ترهګرۍ ضد شعارونه ور کول او وروسته یې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ.

* محمود خان اڅکزی: د څارګرو ادارو پاکستان نه منم

* قبایل: پاکستان دې زموږ پر تګ راتګ بندیز نه لګوي

په پرېکړه لیک کې ویل شوي، چې اسلام اباد له طالبانو پر ملاتړ سربېره ان د افغانستان پر خاوره نېغ بریدونه کوي.

"موږ نن را ټول شوي یو چې د دې جنایت پر وړاندې د خپلې غوسې، کینې او نفرت چیغه په کابل ښار کې د پاکستان د جاسوسۍ مرکز چې د سفارت په نامه فعالیت کوي پورته کړو".

Image caption لاریونوالو د پاکستان سفارت مخ ته په غونډېدلو سره پرېکړه لیک وړاندې کړل.

په کابل کې د پاکستان سفارت مخ ته راټولو شويو مظاهره کوونکو په کابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې د وروستيو چاودونو پړه د پاکستان پر استخباراتي ادارو واچوله او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې دغه هېواد د ترهګرۍ ملاتړی او وسلوال طالبان ترهګره ډله اعلان کړي.

دوی له افغان حکومت هم وغوښتل چې د پاکستان سفارت چارې وڅاري.

* غني: پاکستان دې اورپکي وځپي

* کهر: پاکستان د ولسمشر غني موقع له لاسه ورکړې

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پر ضد په کابل کې مظاهره کیږي او د ترهګرۍ پر وړاندې د دغه هېواد پر دريځ نيوکې کیږي.

که څه هم پاکستان په افغانستان کې په بريدونو او چاودنو کې تل خپل لاس لرل ردوي خو له دې سره سره افغانان د پاکستان ورته څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري او اسلام اباد د هغو ډلو پر ملاتړ تورنوي چې په افغانستان کې دا رنګ بريدونه کوي.

Image caption افغان امنیتي سرتېرو هڅه کوله چې د ګډوډۍ مخه ونیسي.

ورته مطالب