د کندوز او بغلان بې ځایه شویو حال
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کندوز او بغلان بې ځایه شویو حال

نن، سبا د کندوز او بغلان له جګړو سلګونه کسان تښتي ټول یې بلخ ولایت ته ځي. د ځینو خو میاشتې وشوې چې همدغه ولایت کې دېره دي او تودې یې تېرې کړې اوس یې د سړو وار دی.

د ژمي سړه هوا هره شېبه د بې ځایه شویو افغانانو ژوند ګواښي ځکه په خیمو کې یې اړولي.اور بلولو ته څه نه لري او د تودو جامو وس یې نه کېږي. په مزار شریف کې زموږ همکار امیر بریال مو د افغانستان دننه د بې ځایه شوو کمپونو ته بیايي.