د طالبانو د "ملاتړ" له امله د سولې عالي شورا سلاکار له دندې ګوښه شوی

Image caption دا کمسارې لیدل کېږي چې د دا ډول څرګندونو پر سر کابل کې یو لوړپوړی چارواکی د دندې د له لاسه ورکولو بیه پرې کوي.

افغان حکومت وايي د سولې عالي شورا غړی عبدالحکیم مجاهد یې پخوانیو جهادي مشرانو ته د سپکاوي او د طالبانو د ملاتړ له امله له دندې ګوښه کړی دی.

عبدالحکیم مجاهد څو ورځې وړاندې یوه غونډه کې ویلي وو، "طالبان یو سپیڅلی خوځښت و او استاد رباني هغه د سولې فرښتې بللې وې"، خو ښاغلی مجاهد وايي خبرې یې ناسمې تعبیر شوې دي.

د افغان حکومت اجراییه ریاست وايي د سولې عالي شورا سلاکار عبدالحکیم مجاهد د حکومت د مشرانو د پرېکړې له مخې له دندې ګوښه شوی.

د اجراییه ریاست ویاند مجیب رحیمي بي بي سي ته وویل، ښاغلی مجاهد په دې دلیل ګوښه شوی چې په وروستیو څرګندونو کې يې، [د ښاغلي رحیمي پر ټکو] جهادي مشرانو ته سپکاوی کړی و:

"کومې څرګندونې چې ښاغلې مجاهد درلودې، د طالبانو د ملاتړ په تړاو په داسې مهال چې طالبانو خونړي بریدونه وکړلو په هلمند، کندهار کابل او هره ورځ داسې خونړۍ پېښې او ځانمرګي بریدونه روان دي زموږ ځواکونه او ولس قرباني ورکوي او هغه له سپکاوي ډکې خبرې چې د جهادي رهبرانو په اړوند ښاغلي مجاهد درلودې د ملي یووالي حکومت پرېکړه وکړه چې نوموړی به نور د سولې شورا د غړي په توګه دنده ونه لري."

د سولې عالي شورا چار سمبالي مشر عبدالحکیم مجاهد سره مرکه

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي تر اوسه د حکومت دغه پرېکړه نه ده وررسېدلې، خو تازه یې په یوه اعلامیه کې لیکلي، د حکیم مجاهد څرګندونې د سولې پر شورا پورې تړاو نه لري او له اړوندو ادارو د سپیناوي او څېړنو ملاتړ کوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط د بي بي سي سید عبدالله نظامي ته ویلي چې د عبدالحکیم مجاهد د ګوښه کېدو وړاندیز امنیت شورا کړی او ولسمشر محمد اشرف غني ورسره منلې ده چې نوربه نوموړی پر دنده نه وي.

ښاغلي مجاهد د حکومت پرېکړې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، هغه د سولې په اړه یوه څېړنیزه غونډه کې ویلي و "طالبان د استاد رباني په خبره تر هغه وخته د سولې پ پرښتې وې چې پر نژدې ټوله خاوره واکمن شول، د خلکو حافظې کمزورې نه دي د کابل د شپیته زره بې ګناه ښاریانو شهادت له چا هېر نه دی، تاسو رسنۍ هم باید خپلې حافظې کمزورې نه کړئ ، تاسو که د انتحار او انفجار دفتوا پوښتنه کوئ ساده درته وایم ما ضیاء مسعود ته په فرانسه کې وویل د سردار داود شرعي او قانوني نظام چې خلکو منلی و د هغه پرخلاف باندې مقاومت موجود نه و هغه چې د پنجشیر نه د داود پرخلاف مقاومت پیل شو زه له تا پوښتنه کوم چې ستا ورور ته احمد شاه مسعود ته کوم ملا فتوا ورکړې وه چې د یوه قانوني شرعي او پرامنه نظام پروړاندې ته بغاوت شروع کوې."

د انځور حقوق .
Image caption ښاغلي مجاهد دا څرګندونې د سولې په تړاو یوه غونډه کې کړې

له دغو څرګندونو وروسته په شمالي ولایت بلخ کې یوشمېر کسان د مجاهد د ګوښه کېدو او محاکمې غوښتنه وکړه.

دا کمسارې لیدل کېږي چې د دا ډول څرګندونو پر سر کابل کې یو لوړپوړی چارواکی د دندې د له لاسه ورکولو بیه پرې کوي.

افغان حکومت داسې مهال د یوه لوړ پوړي چارواکي د دندې او ژر غبرګون پرېکړه کوي چې د طالبانو وروستیو بریدونو په ولسي کچه د خلکو غوسه هم راپارولې.

عبدالحکیم مجاهد د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ملګرو ملتونو کې د کابل استازولي کوله او له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان د سولې په عالي شورا کې د غړي او مرستیال په دندو کار کوي، نوموړی د شوروي پرخلاف د جنګېدونکې ډلې د حرکت انقلاب اسلامي پخوانی غړی هم دی.

غبرګونونه

د تېرې شنبې په ورځ، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلي مجاهد د خبرو غبرګون کې وویل، د بیان ازادۍ ته ژمن دی خو دا ورته د منلو وړ نه ده چې د افغانانو وژونکو او ترهګرو ته دې د پرښتو نوم ورکړل شي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، هغه ډلې چې د پردیو په لمسون هره ورځ افغانان وژني دغو ډلو ته د پرښتو خطاب کول د منلو نه دي.

د انځور حقوق .
Image caption عطاء محمد نور د ښاغلي مجاهد د نیولو غوښتنه کړې ده.

همدارنګه افغان حکومت اعلان وکړ چې دغه موضوع به په جدي توګه څېړي.

بل خوا، په ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیاء مسعود پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي: "طالبان له څه باندې شلو کلونو راهیسې د پاکستان د ګټو لپاره زموږ د ولس پرضد جنګېږي. کله یې چې کابل ونیو، زموږ هېواد یې د نړیوالې ترهګرۍ پر ځالې او د نشه يي توکو په قاچاق بدل کړ."

نوموړي پر عبدالحکیم مجاهد هم تونده نیوکه کړې ده.

د بلخ سرپرست والي عطاء محمد نور هم پر خپل فیسبوکپاڼې د ښاغلي مجاهد د خبرو غبرګون کې لیکلي، د سولې عالي شورا یو غړی چې دا ډول څرګندونې کوي، د سولې عالي شورا یې ځای نه دی.

نوموړي ویلي، دا ډول کسان باید د زندان تیارو او پنجرو ته واچول شي.

اړونده مطالب