'د کندهار چاودنې په تړاو ۲۰ کسان نیول شوي'

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پېښه کې د کندهار والي او متحدو عربي اماراتو د سفیر په ګډون ۱۲ کسان ټپیان شوي وو

کندهار کې ځايي چارواکو ویلي، د سې شنبې ورځې هغې چاودنې په تړاو یې ۲۰ کسان نیولي، چې د والي په میلمستون کې وشوه. تر اوسه د افغان څېړونکو پلاوی د متحدو عربي اماراتو او نړیوالو ځواکونو د کارپوهانو په مشرۍ د پېښې په تړاو پلټنې کوي.

دغو چارواکو ویلي، یو شمېر بریتانوي کارپوهان هم د پلټونکو سره ملګرتیا کوي. د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک بي بي سي ته ویلي، چې د پېښې په تړاو د معلوماتو یو ځای کولو لپاره له پلازمینې کابله د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ادارې پلاوي هم کندهار ته ورغلي دي.

ناټو، افغانستان او امارات د کندهار برید څېړنه کوي

اتمر وايي د کندهار برید د طالبانو کار دی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د کندهار امنیې قومندان وايي د کندهار برید د طالبانو او حقاني شبکې ستر هدف و

د نوموړي په وینا د دې تر څنګ له متحدو عربي اماراتو هم یو تحقیقاتي پلاوی راغلی او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امر له مخې د ولسمشر سلاکار داوود ګلزار هم له یوه ۱۱ کسیز پلاوي سره کندهار ته تللی او پر پلټنو بوخت دي.

بل لور ته د کندهار امنیې قومندان جنرال عبدالرازق ویلي، د پېښې په تړاو د امنیت او پولیسو د کارکونکو په ګډون ۲۰ کسان نیول شوي دي. د کندهار والي میلمستون کې د دوو بمي چاودنو پایله کې د افغانستان ملي شورا دوه غړي، د کندهار بهرنیو اړیکو مشر، د حامد کرزي دوه خپلوان او متحدو عربي امارتو پنځه دیپلوماتان وژل شوي وو.

پېښه کې د کندهار والي او متحدو عربي اماراتو د سفیر په ګډون ۱۲ کسان ټپیان شوي وو. داوود ګلزار ویلي، که څه هم دغه برید خورا پیچلی دی، خو وايي دوی هیله مند دي، چې پلټنې به یې پایلې ولري.

د انځور حقوق UAE EMBASSY KABUL
Image caption د متحدو عربي اماراتو سفیر کندهار ته د یوه دارلایتام بنسټ ډبرې ښوولو لپاره تللی و

د نوموړي په وینا کورني او نړیوال ماهرین په پلټنو کې له پرمختللیو وسایلو کار اخلي او په خبره یې طبیعي ده، چې دغه پلټنې به پایلې ولري.

د کندهار والي، چې پېښه کې ټپي شوی و، د درملنې لپاره هند ته لېږدول شوی او ویل کېږي، چې د درملنې بشپړېدو لپاره به فرانسې ته ولېږدول شي.

نوموړي په یوه غږیز پیغام کې د خپلې روغتیا ډاډ ورکړی. که څه هم تر اوسه د پېښې په اړه پلټنې بشپړې شوې نه دي، خو یو شمېر افغان چارواکو ویلي، لومړنۍ پلټنې ښيي، چې دغه بریدونه پاکستان کې پروګرام شوي، خو پاکستان او وسله والو طالبانو په دغه برید کې لاس درلودل رد کړي دي.

.