د ښځې کور کوم يو دی؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نجلۍ که تر واده له مخه د پردي کور ګڼو، وروسته له واده ورته وایو "څه د پلار کور خو دې نه دی"، نو د ښځې کور کوم یو دی

څو وخته مخکې په یو مجلس کې خبره تر لوڼو راغله۰ یوې ښځې وویل: لوڼې ښې وي، احساس لري، په مور او پلار پام کوي۰ بلې په ځواب کې ورته وویل: لور خو ښه ده خو د پردي کور ده۰

د همدغې ښځې، چې لور یې د پردي کور ګڼله ، نږور راته کیسه کوله: که په کور کې کومه پیاله هم رانه ماته شي، رنګا رنګ خبرې اورم، "څه د پلار کور خو دې نه دی". د پلار له کوره خو دې نه دي راوړي" او یا "پلار خو دې نه دي ګټلي".

نجلۍ که تر واده له مخه د پردي کور ګڼو، وروسته له واده ورته وایو "څه د پلار کور خو دې نه دی"، نو د ښځې کور کوم یو دی؟ دلته دوه بحثه مطرح کېږي یو د قانون له اړخه، بل د عاطفې له اړخه.

د ښځینه خاصیتونو پیغور نارینه غښتلي کوي؟

د ښځو پر ضد منفي ذهنیت کې د ولسي ادبیاتو ونډه

یو اړخیز ارزښتونه

په قانوني لحاظ د یوه کور مالک هغه څوک دی چې قباله یې په نوم ده. یو کس معمولا له دوو لارو د جایداد څښتن کېږي، یا ورته په میراث پاتې وي یا یې پخپله ګټي۰

زموږ د ټولنې اکثره ښځې نالوستې دي او د کار اجازه هم نه لري۰ نو دوی خپلې پیسې نه شي درلودی چې جایداد ورباندې واخلي۰ له بلې خوا زموږ په وطن کې ښځو ته معمولا په میراث کې برخه نه ورکول کېږي د دغو ناسمو رواجونو له امله ښځې د جایداد څښتنې نه شي۰

معمولا په هغه کور کې چې افغانه ښځه مخکې له واده ژوند کوي قانوني مالک یا د هغې پلار وي یا د هغې ورور. او په هغه کور کې چې وروسته له واده ژوند کوي، یا یې د مېړه وي یا د کور د کوم بل نارینه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تر هغو چې مو ښځې او نارینه تعلیم و نه کړي او د یو بل د درک پوهه او وجدان پیدا نکړي، د بې کوره موجود احساس به په میلیونونو نورې ښځې هم وځوروي.

تر هغو چې ښځې کار او تعلیم و نه کړي او په دې پوه نه شي چې میراث یې حق دی او له بلې خوا د جایداد اخیستلو لپاره پیسې ونه مومي، دا وضیعت به همداسې دوام کوي۰

را به شو د عاطفې بحث ته. که تاسو له یو ماشومه پوښتنه وکړئ چې کور دې کوم دی؟ نو هغه به تاسې ته هغه ځای در ښکاره کړي چې مور او پلار یې په کې اوسي. ماشوم په دې نه پوهېږي چې قانون څه دی یا قباله څه ته وایي، خو په عاطفي ډول ځان په کور کې شریک احساسوي او کور ورته خپل ښکاري۰

سوال دا دی چې په عاطفي لحاظ افغانو ښځو ته کوم کور خپل ښکاري؟

په دولسم کې وم. د درسونو اخري میاشت وه. معلمې وویل: په ژوند کې څه کول غواړئ ؟ د خپلو اهدافو په هکله یو څه ولیکئ، بیا یې په صنف کې ولولئ۰ زما ډېرو لایقو ټولګیوالو هم دا کار و نه کړ۰

خبره دانه وه چې هغوی له ژونده هېڅ نه غوښتل، د دوی ډار دا و چې هغه څه چې غواړي و به یې غوښتلای شي که یه؟ ډېرو ویل: خدای پوهیږي چېرته ودېږو؟ څنګه کور ته به ځو؟ د ۱۷ کلونو یا ۱۸ کلنو نجونو تشویش دا و چې په څرنګه خلکو به ودیږو.

زما ټولګي والو ته که د پلار کور خپل ښکارېدای، بیا یې د يو نا معلوم کور په شرایطو دومره فکر نه کاوه۰

یو وخت یوې بوډۍ راته ویلې ول: نجلۍ چې پیغله شې، بیا به د پلار کور ورته پردی ښکاري۰ په هغه کور کې چې یو کس پیدا کېږي، لويږي او ژوند کوي، هېڅکله باید ورته پردی ښکاره نه شي، مګر دا چې د کور غړي ورته د پردي توب احساس ورکړي۰ د بو‌ډۍ خبره سمه وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نجونې معمولا له دې احساس سره لوېږي چې اصلي کور یې د مېړه کور دی او د مېړه کور ته چې لاړې شي بیا ورته هر څه نوي او نا اشنا وي.

که یوه ماشومه له دغسو جملو سره لوېږي چې "نجلۍ د بل کور ده" نو طبعا هغه کور چې په کې اوسي، خپل نه ورښکاري.

یوې ملګرې مې راته کیسه کوله: پلار ته مې وویل، غواړم له هېواده بهر زده کړې وکړم۰ ځواب یې راکړ: له داسې یو کس سره واده وکړه چې په خارج کې ژوند کوي. چې خپل کور ته لاړې، بیا دې زړه چې هر چیرته درس وایې۰

ډیرې میندې خپلو لوڼو ته وایي: د کور کار زده کړئ، له واده وروسته مو په درد خوري۰ د کار زده کړه خو یو کمال دی مګر کله چې د یو چا مور او پلار د هغې له زده کړو را نیولې د کوره کاره پورې د هغې د ژوند هره برخه له یو بل کور سره تړي نو هغې ته به د پلار او مور کور څرنګه خپل ښکاري؟

یوې معلمې مو د واده د اولو کلونو په هکله ویل: "ما له خپل کاکا زوی سره واده وکړ خو تر هغو چې مې اول اولاد نه و پیدا شوی د پلار له کوره به په ژړا راتلم، مېړه مې ډېر ښه سړی دی. کورنۍ مې یې هم ټوله پېژندله خو کور یې راته خپل نه ښکاریده"۰

زما معلمې چې واده کاوه پوهنتون یې لوستی و. په خپل شخصي ژوند کې هم خوشحاله وه۰ نو ولې د واده اول کلونه ورته دومره سخت ول؟

زموږ په ټولنه کې دا نجلۍ ده چې مجبوره ده وروسته له واده ځان له نویو اصولو سره بلد کړي۰

د انځور حقوق Getty Images
Image caption معمولا په هغه کور کې چې افغانه ښځه مخکې له واده ژوند کوي قانوني مالک یا د هغې پلار وي یا د هغې ورور. او په هغه کور کې چې وروسته له واده ژوند کوي، یا یې د مېړه وي یا د کور د کوم بل نارینه.

نجونې معمولا له دې احساس سره لوېږي چې اصلي کور یې د مېړه کور دی او د مېړه کور ته چې لاړې شي بیا ورته هر څه نوي او نا اشنا وي.

د پخلي په وخت د مالګې او غوړو له اندازې را نیولې د کور تر آدابو او نورو اصولو پورې هر څه پردي وي. نوځکه د واده په اولو کلونو کې احساس ورپیدا شي چې بې کوره موجود دی.

ځینې لکه زما معلمه ژاړي. ځینو نورو ته د اجتماعي نظام دغه بې انصافي لکه مرګ حق ښکاري.

د پردي توب د دغه درد نمونې په ولسي ادب کې هم ډيرې لیدلی شو۰ لکه دغه ټپه چې وایي: په مخ دې شړک څپېړه راکړه له اوښکو ډکې سترګې چا ته واړومه. که یو ظلم په رواج بدلیږي ، د دې معنا دا نه ده چې ظلم ښه دی.

تر هغو چې مو ښځې او نارینه تعلیم و نه کړي او د یو بل د درک پوهه او وجدان پیدا نکړي، د بې کوره موجود احساس به په میلیونونو نورې ښځې هم وځوروي.

اړونده مطالب

ورته مطالب