د اروپا په سړه هوا کې افغان کډوال ماشومان له ستونزو سره مخ دي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د سربيا پلازمېنه بلګراد کې کډوال په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي

د سربيا په پلازمېنه بلګراد کې کډوال چې ډېری يې افغانان دي په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي.

دغه اوونۍ به په دې سيمه کې د تودوخې درجه منفي ۱۳ ته ورسېږي او کډوال به مجبور وي چې بهر په سړه هوا کې ويدي شي.

د سربيا حکومت وایي، کډوالو ته د اوسېدو ګرم ځایونه او خوراکي توکي په خوندي استوګنځویونو کې برابر شوي خو له ډېرو سره د شړلو وېره شته او دوی په غیر قانوني لارو هنګري ته د اوښتو او له هغې لارې نورو اروپایي هېوادو ته د تګ هڅې کوي.

افغان کډوال زلمی چې په حال یې سندرغاړې لیلې الن وژړل

جرمني کې افغان کډوال ماشوم له انګلا مېرکل مننه وکړه

بلوچستان کې افغان کډوال ولې وطن ته نه ستنېږي

په سربيا کې ۶۰۰۰ کډوال په رسمي مرکزونو کې په دې تمه اوسېږي چې دوی به له هغو ۲۰ کسانو وي چې هره ورځ هنګري ته د پناه غوښتنې لپاره استول کېږي.

دلته يو اته کلن افغان کډوال عزیز د بلګراډ پر سړکونو یوازې ګرځي راګرځي. د ده مشر ورور د کرويشیا پر پوله نیول شوی دی.

د عزیز روغتيايي حالت ډېر ښه نه دی نوموړی والگی، ټوخى او د سينې مشکل لري.

د نوموړي په اړه مو له یوې مرسته کوونکې اېما پارکېن سره خبرې وکړې. هغې دی هڅاوه چې دا ځاى پرېږدي او خوندي ځای ته ولاړ شي.

''په وروستیو څو ورځو کې مو اته- نهه او ۱۰ کلن ماشومان دلته ليدلي. پرون مو له یوه ۱۲ کلن افغان ماشوم سره خبرې کولې چې له دریو میاشتو راهیسې په ګودام کې ژوند کوي. "

د انځور حقوق Getty Images

دوه ورځې وروسته هم عزیز لا په هغه ګودام کې شپې سبا کولې چې په لسګونو نور يوازې شوي ماشومان هم په کې اوسېږي.

نوموړی د قاچاق وړونکي د ټيلیفون په تمه دی ځکه دی فکر کوي چې دا تر ټولو غوره لاره ده.

د پاخه عمر کډوال د دې ماشومانو ساتنه کوي او وایي چې د دوی په مرسته کولی شی په اسانه له پولې ها خوا ورواوړي.

ورته مطالب