افغانستان: له خبریال سره د ساتونکو زور زیاتي، پخواني چارواکي بښنه غوښتې

Image caption .

د امریکا غږ ځايي خبریال پرون هغه مهال د ټوپکوالو لخوا وډبول شو، چې غوښتل یې د جلال اباد پخواني ښاروال ته د لارې پرانیستلو پر مهال له خلکو سره د زور زیاتي فلم واخلي. خبریال ذبیح الله غازي وايي، مسوولین دې خپل ساتونکي د خلکو ځورولو پر ځای له ولس سره سم چلند ته وهڅوي:

''یوازې زه نه، نور ولسي خلک یې هم وهلي ټکولي دي، زه له چارواکو غواړم خپل ساتونکي داسې تربیه کړي، چې د خلکو ځورولو له لارې د دوی حیثیت ته زیان و نه رسوي. ''

نی: ۲۰۱۶ کال د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی و

زابل کې د سړک غاړې ماین چاودنې درې خبریالان ټپیان کړل

دغې پېښې د ځايي خبریالانو توند غبرګون راپارولی دی. له ډېرو خبرو وروسته لال اغاکاکړ په ننګرهار ولایت ماڼۍ کې له خبریالانو بښنه وغوښته او ژمنه یې وکړه، چې د خبریالانو له غوښتنې سره سم به خپل ساتونکی له دندې لېرې کړي:

د انځور حقوق .
Image caption د خبریالانو ټولنو ۲۰۱۶ کال د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی بللی و

''زه دغه کړنه غندم، بښنه غواړم او ژمنه کوم، چې هر چا چې دغه کړنه تر سره کړې، د خپل عمل سزا به وویني. ''

په ننګرهار کې د خبریالانو دفاع کمېټې مشر شیرشاه همدرد وايي، له دې وروسته به د هغو پر ضد به عدلي ادارو ته ورشي، چې خبریالانو ته ستونزې جوړوي. افغانستان په هغو هېوادونو یو دی، چې د خبریالانو ژوند په کې له خطر سره مخامخ دی.

تېر کال دغه هېواد کې د رسنیو ۱۴ کارکونکي وژل شوي وو او له ۲۰ ډېر نور ټپیان وو.

د امریکا غږ له خبریال سره شوی تاوتریخوالی لومړنۍ پېښه ده. افغان حکومت د خبریالانو د ژوند خوندیتوب لپاره هڅې ګړندۍ کړې، خو د خبریالانو د خوندیتوب ټولنې وايي، لا هم د خبریالانو د وژنو او پرې شوي زور زیاتي دوسیې تړلې پاتې دي.