د کډوالو چارو وزارت: که مرسته ونشي له يوه بل بشري ناورين سره مخ کېږو

کډوال د انځور حقوق Getty Images
Image caption د رسمي شمېرو له مخې تېر کال شاوخوا یو میلیون کډوال په ځانګړې توګه له ایران او پاکستانه او تر لس زرو ډېر نور له اروپایی هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت سلاکار حفیظ احمد میاخیل بي بي سي ته وویل، که نړیواله ټولنه د پيسو نړيوال سازمان له خوا د افغان کډوالو لپاره د مرستې غوښتنې ته ځواب و نه وايي، نو دا وېره شته چې په ۲۰۱۷ کال کې افغانستان له یوه بل بشري ناورین سره مخ شي.

ښاغلي مياخېل دا څرګندونې له هغې وروسته وکړې چې د پیسو نړیوال سازمان وويل، افغانستان د بې وزلۍ او بې روزګارۍ له ستونزو سره لاس او ګریوان دی، د بېرته ستنېدونکو شمېر زیاتېدل به د دغه هېواد اقتصاد له ننګونو سره مخ کړي.

بلوچستان کې افغان کډوال ولې وطن ته نه ستنېږي

راستانه شوي کډوال د حکومت د همکارۍ په تمه

له نهه میلیونو افغانانو سره د ملګرو ملتونو د ۵۵۰ میلیون ډالرو مرستې تر غوښتنې وروسته اوس د پیسو نړیوال صندوق هم له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دې سختو حالاتو کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

له تېر یو کال راهیسې له ګاونډیو او اروپايي هېوادونو تر یو میلیون ډېر کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي او تر شپږ سوو زرو ډېر نور د جنګ جګړو له امله په کور دننه بېځایه شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هغه کورنۍ چې په تېر کال کې د جنګ جګړو له کبله په کور دننه بېځایه شوې دي شمېر یې شاوخوا شپږ سوو زرو کورنیو ته رسېږي.

دغه سازمان په یوه نوي راپور کې ویلي، افغانستان په وروستیو کې له پاکستان، ایران او یو شمېر اروپايي هېوادونو د کډوالو د بېرته ورستنېدو څپو شاهد دی او دا حالت له کډوالو سره د مرستې په برخه کې د حکومت توان له ستونزو سره مخ کوي.

د پیسو نړیوال صندوق ویلي که څه هم افغان حکومت د بېرته ستنو شویو کډوالو د ستونزو د حل لپاره د همغږۍ چارو په پیاوړي کولو بوخت دی، خو اړتیا ده چې نړیواله ټولنه د بشري مرستو د رسولو او ناورین څخه د مخنیوي په موخه ګام اوچت کړي.

د رسمي شمېرو له مخې تېر کال شاوخوا یو میلیون کډوال په ځانګړې توګه له ایران او پاکستانه او تر لس زرو ډېر نور له اروپایی هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

هغه کورنۍ چې په تېر کال کې د جنګ جګړو له کبله په کور دننه بېځایه شوې دي شمېر یې شاوخوا شپږ سوو زرو کورنیو ته رسېږي.

د پیسو نړیوال صندوق وايي په داسې حال کې چې افغانستان د بې وزلۍ له ستونزو سره مخ دی، د زیات شمېر کډوالو بېرته ستنېدل به دغه هېواد له نورو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یو شمېر کورنۍ چې له پاکستانه بېرته ستنې شوي وايي له میاشتو انتظار وروسته یې لا هم مرستې نه دي ترلاسه کړي او په تمه یې دي

په همدې حال کې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي د کډوالو او بې ځایه شویو کسانو حالت ته د رسېدو لپاره هڅې شوې او د ملګرو ملتونو په مرسته یې د ۵۵۰ میلیونو ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

خو یو شمېر کورنۍ چې له پاکستانه بېرته ستنې شوي وايي له میاشتو انتظار وروسته یې لا هم مرستې نه دي ترلاسه کړي او په تمه یې دي.‎

تېر کال بشري بنسټونو له افغانستان سره د ۳۳۹ میلیونه ډالرو بشري مرستو غوښتنه کړې وه چې نړیوالو مرسته کوونکو له هغې ډلې یوازې ۱۹۷ میلیونه ډالر ورته برابر کړي وو.

اړونده مطالب

ورته مطالب