د ۴۸۰۰۰ افغان کورنیو لپاره د برېښنا نوې پروژې

د انځور حقوق Arg
Image caption د اسیا پرمختیایي بانک استازی توماس پنیلا وايي پر دغو پروژو ۵۵،۸ میلیون ډالر لګښت راځي.

د افغانستان برېښنا شرکت نن له دوو هندي شرکتونه سره د لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو لپاره د څه باندې ۵۵ میلیونو ډالرو په ارزښت په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د برېښنا تړونونه لاسلیک کړل.

د افغانستان بریښنا شرکت مشر قدرت الله دلاروي وايي د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې د ۴۸۰۰۰ کورونه روښانه شي.

د افغانستان دولتي چارواکي یو میلیون ډالر د برېښنا پوروړي دي

د برېښنا د کمښت او نشتوالي وخت کې څه کولای شو؟

ښاغلی دلاروي وايي: "د دغو پروژو په بشپړېدو سره د لوګر په پل علم کې ۱۳ زره کورنۍ د پکتیا په مرکز ګردیز او وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې ۱۸۵۰۰ کورنۍ او په خوست ولایت کې ۱۳ زره کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي."

د انځور حقوق Arg
Image caption د افغانستان بریښنا شرکت مشر قدرت الله دلاروي وايي د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د لوګر، پکتیا او خوست ولایتونه کې د ۴۵۰۰۰ کورونه روښانه شي.

که څه هم افغانستان د برېښنا د تولید ډېري سرچینې لري، خو د اړتیا وړ ډېره برېښنا له بهره واردوي.

د اسیا پرمختیایي بانک استازی توماس پنیلا وايي پر دغو پروژو ۵۵،۸ میلیون ډالر لګښت راځي.

ښاغلي توماس په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دغو تړونونو د لاسلیکولو لپاره جوړو شویو مراسمو ته وویل، د دغو پروژو له لارې به افغانانو ته د کار کولو زمېنه برابره شي او ترڅنګ به یې د دې هېواد اقتصاد هم ورسره وغوړېږي.

د هلمند کجکي برېښنا بند

توماس یوځل بیا ژمنه وکړه چې د اسیا پرمختیایي بانک په افغانستان بنسټیزو پروژو عملي کولو ته ژمن دی:

د انځور حقوق Arg
Image caption د برېښنا دغه تړونونه د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې لاسلیک شول

"د اسیا پرمختیایي بانک له افغان حکومت او افغانستان برېښنا شرکت سر د برېښنایي شبکو په پراختیا او د برېښنا د وېش په برخو کې کار کوي. دغه بانک به د مالي مرستې تر څنګ په تخنیکي برخه کې هم همکاري وکړي. دغه پروژې په دې خاطر مهمې دي چې د کاري فرصتونو پیدا کېدو ترڅنګ به اقتصاد هم ورسره وغوړيږي. "

اوس د افغانستان د اړتیا وړ یوازې ۳۰ سلنه برېښنا په کور دننه تولیدېږي او ۷۰ سلنه نوره برېښنا له تاجکستان او ازبکستان واردېږي،‎ خو د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت څو ځلې ویلي، هڅه کوي په کور دننه د برېښنا تولید ډېر کړي.

ورته مطالب