کندهار کې د نجونو زده کړې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کندهار کې د نجونو زده کړې

د افغانستان کندهار کي لا هم ټولنيز دودونه د نجونو د پوهنې او زده کړو پر وړاندي ستر خنډ بلل کېږي. د دغه ولایت د څلورو خصوصي او یو دولتي پوهنتون د زرګونو زده کوونکو ترمنځ يې یوازي ۶۰۰ نجونې دي . کندهار کې د عصري زده کړو او مالوماتي ټکنالوژۍ یوازینی مرکز، چي نجونو ته یې له کلونو راهیسې د وړیا زده کړو لار برابره کړې وه اوس له مالۍ ستونزو سره مخامخ دی. مامون درانی دغه مرکز ته ورغلی و، په اړه يې دا راپور رالېږلی دی.