څو مېړونه لرې؟ دا پوښتنه را نه څو ځل شوې

د انځور حقوق Pixel Entertainment
Image caption په سوداګریزو اعلانونو کې يوه پخوانۍ کارکوونکې بنفشه وهاب وایي چې کار یې د شخصي ژوند کیسه ترخه کړه.

افغانستان کې د ټلویزوني رسنیو په ډېرېدو د سوداګریزو اعلانونو د جوړېدو چاره هم ګړندۍ ده.

په دغو اعلانونو کې چې تر ډېره اصلي کرکټرونه ښځینه دي له خپله کاره خوښې خو د ټولنې له چلنده زړه خوړینې دي.

په دغې برخه کې فعالې نجونې او مېرمنې د ټولنې ناسم چلند اړ کړې خپل کار ته شا کړي.

ولې موږ ښځې مرګونې کیسې پټې ساتو؟

د ښځې کور کوم يو دی؟

زه "یوه تسلیم شوې ښځه"یم

د کابل په یوه څنډه کې د سوداګریزو اعلانونو د ثبت یوې کوچنۍ سټوډیو ته ورغلم د یوه مخابراتي شرکت اعلان یې ثباتوه.

د پردې تر شا ټولو په لیوالتیا کار کاوه خو پر ټلویزون له خپرېدو وروسته ښايي دا اعلان له ډېرو د هوساینې شېبې واخلي.

پنځلس کلنه افغانه فرزانه نوابي شپږ کاله وړاندې دې برخې ته راغله. داسې برخه یې ټاکلې چې خپل اقتصاد هم ښه او خلکو ته پیغام ورکړي.

فرزانه وایي له افغان کولتور سره برابره په اعلانونو کې څرګندېږي. راته یې کیسه کوله چې یو ځل په یوه اعلان کې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره یې کاراوه، د تمې خلاف په ټولنه کې په هغې اعلان ډېره وځورول شوه.

Image caption فرزانه وايي"زه چې ګورم مېرمنې او نجونې ډېرې لیواله دي چې په اعلانونو کې کار وکړي خو د خلکو له چلنده ناخوښې دي کورنۍ کې ورته ستونزې پیدا کېږي".

فرزانه وايي"زه چې ګورم مېرمنې او نجونې ډېرې لیواله دي چې په اعلانونو کې کار وکړي خو د خلکو له چلنده ناخوښې دي کورنۍ کې ورته ستونزې پیدا کېږي".

د نوموړې په وينا "تر ډېره هنرمندانو ته په ښه سترګه نه کتل کېږي ما ته خپله څو ځله ویل شوي څو مېړونه لرې دلته پوهاوی دومره ټیټ دی زه کار کوم په یوه اعلان کې چې پیغام ورکړم او دوې داسې خبرې کوي".

فرزانه وایي دغو ځورونو یې د کار مخه نه ده ډب کړې خو د ټولنې ناسم او ځورونکي چلند د دې ډیرې هم مسلکانې اړې کړي چې خپل کار ته شا کړي.

په سوداګریزو اعلانونو کې بله پخوانۍ کارکوونکې بنفشه وهاب وایي چې کار یې د شخصي ژوند کیسه ترخه کړه.

وایي د خاله زوی سره یې د کوژدې هوکړه شوې وه او هغه وخت له منځه لاړه چې لومړی ځل په یوه سوداګریز اعلان کې پر تلویزون ښکاره شوه.

بنفشه وهاب وايي،"اعلان چې خپور شو یو خو بیرون ټولنه کې خلکو ځورولم کورنۍ کې هم ستونزې راته جوړې شوې اوس مې دغه برخه پریښې او یوه خصوصي ټلویزون کې د خپرونو ویانده یم" .

بنفشه وایي سوداګریز اعلانونه په نوره نړۍ کې د عایداتو ښه سرچینه ده خو که په افغانستان کې ښځې په دې اعلانونو کې څرګندې شي په "بدونومونو یادیږي او رټل کېږي".

دغې چارې نه یوازې موډلو ښځو ته ستونزې جوړې کړې د پروډکشن څښتنانان هم په کې لا لهانده دي.

Image caption بنفشه وایي سوداګریز اعلانونه په نوره نړۍ کې د عایداتو ښه سرچینه ده خو که په افغانستان کې ښځې په دې اعلانونو کې څرګندې شي په "بدونومونو یادیږي او رټل کېږي".

د یوه پروډکشن مشر فرید عظیم وایي، د افغانو نجونو لږه ونډه لامل شوې چې دوې د اعلانونو جوړولو لپاره تاجکستانۍ،پاکستانۍ او ایرانۍ نجونې وګوماري.

نوموړی وايي "ایرانۍ نجونې راځي هرات کې اعلانونه ثبتوي او بیا بېرته ځي دغه راز له لاهوره نجونې راځي افغانې نجونې ورځ تر بلې له دغه کاره لرې کېږي".

په تېره یوه نیمه لسیزه کې افغان دولت هڅه کړې چې په ټولو برخو کې د ښځو ونډه پراخه کړي او د نړیوالې ټولنې ټینګار هم د ښځو په پیاوړتیا و چې د دود په نوم شته دیوالونه ړنګ کړي او په غښتلي هوډ کار وکړي خو بېلابېلو ننګونو تر ډېره د دغې چارې مخه ډب کړې.

سره له دې چې په سوداګریزو اعلانونو کې د ښځو ونډه لږه ده خو همدې شمېر د ځينو نورو نجونو د پرمختګ هیلې ژوندۍ ساتلي، که عامه پوهاوی لوړ شي، د ښځو پر وړاندې ذهنيتونه بدل شي او خلک د سوداګریزو اعلانونو په ارزښت وپوهېږي نو د دې تمه شته چې دغه برخه به وغوړېږي او د ښځو ونډه به پراخه شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب