افغانستان: ۶۰ کاله وروسته بیا د هوا او ځمکې څېړنه پیل شوې

د افغانستان د کرنې وزارت وايي، په هېواد کې یې د خاورې او هوا څېړنه پیل کړې. د څېړنې موخه دا ده، چې معلومه کړي، د افغانستان کومې سیمې خاوره د کوم ډول کرکیلې لپاره غوره او په کوم موسم کې ډېر او ښه حاصل ور کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د دغې پروژې تخنیکي چارې د کرنې او خوړو نړیوال سازمان په مرسته او د اروپايي ټولنې د دوه نیم میلیونه یورو په مالي لګښت ترسره کېږي.

دغه څېړنه د خوړو نړیوال سازمان او اروپايي ټولنې په ملاتړ تر سره کېږي.

د دغې پروژې لومړنۍ چارې وار له مخه پیل شوې او ټاکل شوې په دریو کلونو کې بشپړې شي.

د افغانستان د کرنې وزیر اسدالله ضمیر وویل، په دې تړاو شاوخوا ۶۰ کاله مخکې یوه سروې شوې وه، خو وروسته تر هغه بیا کوم ځانګړی کار نه دی شوی.

د ښاغلي ضمیر په وینا دغه څېړنه به کره او پر دقیقو معلوماتو ولاړه وي:

''هغه سیستمونه او ډیتابیس چې موږ لرو او کاروو یې د هغه له مخې د کښت له ورځې بیا د حاصل تر ترلاسه کولو به هر اونۍ هغه تر څېړنې لاندې نیول کېږي، نو پوهېږو چې زموږ د کښت سیمه څومره ده، څومره تولید لرو او ورستی تولید یا حاصل مو څومره دی. زموږ ارزونه او څېړنه به د سل په سلو او یا هم پنځه نوي سلنې معلوماتو پر بنسټ وي نه اټکلیز ډول ''.

د دغې پروژې تخنیکي چارې د کرنې او خوړو نړیوال سازمان په مرسته او د اروپايي ټولنې د دوه نیم میلیونه یورو په مالي لګښت ترسره کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چارواکي وايي، دغه پروژه به ورسره له ځمکې او اوبو د مناسبې ګټې اخیستو کې مرسته وکړي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان استازي تومیو شیچیري وايي افغانستان د کرنیزو محصولاتو د تولید په برخه کې ډېرې وړتیاوې لري چې د تولید کچه یې لا پراخېدای شي:

'' په داسې حال کې چې ددغه پروګرام پراختیا، دود کول او پلي کول پانګونې ته اړتیا لري، چې په ټیټه کچه د کرنې ظرفیتونو رامنځ ته کولو له لارې پلي کېدای شي او افغان حکومت دې برخې ته لومړیتوب ورکوي ''.

د کرنې وزارت: افغانستان کې د کرکېلې وضعیت ښه شوی

د افغانستان کرنې وزارت د ۳۰ کانالونو د جوړولو تړون لاسليک کړ

دغه پروژه به د کرنې برخې له کارپوهانو سره مرسته وکړي چې د مناسبو آسانتیاوو په کارولو له خاورې او اوبو د ګټې اخیستنې او هم د کرنې برخې زیانمونکو اړخونو په تړاو وړاندوینې وکړې او په تړاو یې ګامونه اوچت کړي.

اړونده مطالب