افغانستان بانک زړې شوې افغانۍ ناچله کوي

Image caption پخوا به زړې شوې افغانۍ سوځل کېدې، خو لومړی ځل دی چې ناچله کېږی

افغانستان بانک وايي د افغانیو هغه بانکنوټونه چې د نه پاملرنې له کبله زیانمن شوي وي د ۱۳۹۶ لمریز کال له پیله له چلنده باسي او نور به د راکړې ورکړې وړ نه وي.

د دغه بانک ویاند له افغانانو وغوښتل چې زړې افغانۍ د ۱۳۹۶ کال تر لومړۍ نېټې پورې په نویو نوټونو بدلې کړي.

* د افغانۍ بانکنوټونه؛ له سوداګرۍ تر سوځولو پورې

* 'یوه افغانۍ یو ښوونځی'؛ د پوهنې پرمختیا نوې طرحه

ایمل هاشور بي بي سي ته وویل، چې دا پیسې د بې غورۍ له امله خرابې شوي او افغانستان بانک غواړي چې د بیا پېښېدلو مخنیوی یې وکړي.

کوم بانکنوټونه ناچله کېږي

Image caption هغه افغانۍ چې لیکل یا رسمونه پر شوي وي ناچله کېږي.

په دې ډله کې هغه بانکنوټونه راځي چې لیکنې پرې شوې وي، یا هم غوړ، رنګ پرې تویې شوی او ځو ځایه سوري شوي وي.

د افغانستان بانک چارواکي وايي په وروستیو کې افغانۍ بانکنوټونو ساتنې ته پاملرنه کمه شوې نو ځکه دوی داسې یوه پرېکړه کړې ده.

د زړو افغانیو سوځول

د افغانستان بانک له ۱۳۸۴ لمریز کال راهیسې څلوېښت میلیارده زړې افغانۍ سوځولې دي، خو دا لومړی ځل دی چې د نه پاملرنې له کبله زیانمن شوي بانکنوټونه له چلنده غورځول کېږي.

Image caption افغانستان بانک وایي، ټولې نمایندګۍ یې زړې افغانۍ پر نویو بدلوي.

افغانستان بانک د یوې بیانیې په خپرولو سره وایي، چې زړې افغانۍ له کوم لګښټ پرته د دغه بانک په ټولو استازیو کې په نویو نوټونو بدلېږي.

کومې افغانۍ په نویو نوټونو بدلېږي؟

هغه نوټونه چې لیکل یا رسمونه پر شوي وي.

هغه نوټونه چې ټاپې پر وهل شوې وي یا سوري سوري وي.

هغه نوټونه چې سرېښناک مواد لري، خو له سریښ یا ربل ټیپ پرته.

هغه نوټونه چې بڼه یې بدله شوې وي.

دغه بانک په خپله بیانیه کې زیاتوي، چې که دغه ځانتیاوې لرونکې افغانۍ د روان لمریز کال تر وروستۍ ورځې په نویو هغو بدلې نه کړي، نو له هغه وروسته به ترې له نوي نوټ ور کولو پرته ضبطې شي.

Image caption رنګ شوې افغانۍ هم ناچله کېږی.

ورته مطالب