د هلمند ګرمسېر کې د دولت او طالبانو ترمنځ نښتو مرګ ژوبله اړولې ده

هلمند د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره پر وسله والو هوايي بریدونه هم شوي.

د هلمند سیمه ییز چارواکي وایې افغان ځواکونو د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو یو پراخ برید په شا تمبولی دی.

تېره شپه سلګونو وسله والو طالبانو د گرمسېر ولسوالۍ د امنيتي کمربند پر یو شمېر پوستو ډله ييز بريدونه کړي، چې وروسته درنه جګړه نښتې او د سهار تر دریو بجو پورې یې دوام درلود.

د هلمند جګړې د جګپوړو چارواکو پښې دغه ولایت ته وڅکولې

''۳۰۰ امریکايي پوځیان هلمند ته ځي''

افغان حکومت: طالبانو افغانستان کې نوي ماینونه خښ کړي دي

د هلمند د والي وياند عمر ځواک بي بي سي ته وويل چې په سیمه کې شته افغان ځواکونو د وسله والو د بريد پر وړاندې کلک مقاومت کړی او وسلواله وال یې بېرته شاتګ ته اړ اېستلي دي.

د انځور حقوق AFP

ځواک په دغې څو ساعته نښته کې د ۷ افغان سرتېرو د ټپي کېدو خو وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.

بله خوا ځیني راپورونه وايي چې په دغه څو ساعته نښته کې ۱۶ وسله وال او ۱۱ افغان سرتېري وژل شوي دي.

راپورونه ښيي چې د وسله والو د برید سره هممهاله د افغان او د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت جنګي الوتکو هوایي بریدونه هم ترسره کړي.

تر دې دمه وسله والو طالبانو د ګرمسېر ولسوالۍ د تېري شپې د جګړې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

هلمند کې سیمه ییز خبریال نعمت الله زهیر وژل شوی

د هلمند کجکي برېښنا بند دویمې برخې جوړلو تړون لاسلیک شو

گرمسېر د هلمند د مرکز لښکر ګاه ښار جنوب لورته په ۸۰ کیلومترې کې پرته ولسوالي ده چې له پاکستان سره هم پوله لري.

Image caption دې وروستیو کې د کجکي ولسوالۍ هم د ډېرو نښتو شاهده ده.

دا په تېره یوه اوونۍ کې د وسله والو دوهم لوی برید دی چې د هلمند په دوو ولسوالیو سنګین او دا ځل ګرمسېر یې ترسره کوي.

په هلمند کې وروستیو ناامنیو او د وضعیت د څېړلو په موخه یوازې څو ورځې وړاندې د افغان حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله د یو شمېر امنیتي چارواکو سره یو ځاي سفر کړي و.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
"طالبان غواړي د کوټې شورا هلمند ته ولېږدوي"

ویډیو هلمند کې ناکراري

هلمند ته ۱۰۰ امریکايي پوځیان لېږل شوي دي

اړونده مطالب