حامد کرزي هوايي ډګر ته کورنۍ او بهرنۍ الوتنې ځنډول شوې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چارواکي وايي، د هوايي ډګر ځلغلار واورو پوښلې ده.

د افغانستان د ملکي هوا پوهنې اداره وايي، په کابل کې د سختې واورې له امله حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته ټولې کورنۍ او بهرنۍ الوتونې ځنډول شوې دي.

د یکشنبې په شپه د کابل په ځینې سیمو کې تر یو نیم متر پورې واوره ورېدلې ده.

د دې ادارې ویاند قاسم رحیمي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، چې د هوايي ډګر ځغلاره واورو پټه کړې او کارکوونکي یې د تورولو هڅه کوي.

د افغانستان په ډېرو سیمو کې واورې ډېرې ستونزې رامنځ ته کړې دي.

* د عکسونو البوم: کابل کې د واورې انځورونه

* د واورې او سړې هوا له کبله ۲۰ کسان وژل شوي

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په کابل ښار کې ټولې دولتي ادارې د یکشنبې ورځې لپاره رحصت اعلان کړې.

چارواکي وايي، د واورې له پیلېدلو راهیسې تراوسه ۴۰ کسان وژل شوي، ۶۸ کورونه یو مخ نړېدلي او ۳۰ کورونه زیانمن شوي دي.

واورې ډېر زیان په بدخشان کې اړولی چې له امله یې ۱۸ کسان مړه، ۱۵ ټپیان او ۲۵ کورونه ویجاړ شوي دي.

د څو ولایتونو لارې تړلې دي. سالنګ لویه لار چې د افغانستان سوېل له مرکز او نورو برخو سره نښلوي د واورې ښویېدنې له امله تړلې ده.

Image caption د کابل ښار یوه ځنډه چې د تېرې شپې واورې سپینه کړې ده.