افغانستان: د حکومتي انټرنېټي خدمتونو بیه ۲۰ سلنه ټیټه شوې

انټرنېټ د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان کې د انټرنېټ کاروونکو شمېر څلور میلیونو کسانو ته رسېږي

افغانستان کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزات چارواکي وايي، د دولتي مخابراتي شبکو، سلام او او افغان ټیلي کام د انټرنيټي لګښت بیه یې شل سلنه ټیټه کړې ده.

د دغه وزارت چارواکي وايي، د پاکستان له لارې د یوې ام بي انټرنېټ بیه له ۱۲۰ ډالرو ۹۶ ډالرو ته، د ایران له لارې له ۱۸۰ ډالرو ۱۴۴ ډالرو ته، د قزاقزستان له لارې ۳۳۶ ډالرو ۲۶۸ ډالرو ته او له نورو هغو لارو، چې لاسرسی ورته شته له ۲۵۶ ډالرو ۲۰۴ ډالرو ته ټیټه شوې ده.

د افغانستان مخابراتو وزارت عواید ۱۷ سلنه ډېر شوي

د ښکلې څېرې پښتون چای پلورونکی ستوری شو

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم مشر محمد نجیب عزیري نن سه شنبه یوې خبرې غونډې ته وویل دوی هیله مند دي، چې د بیو له ټیټېدو سره به د خدمتونو مشتریان هم ډېر شي.

د نوموړي په وینا دا مهال افغانستان کې څلور میلیونه کسان انټرنېټ استعمالوي، چې وايي هیله کېږي راتلونکو پنځو کلونو کې به یې شمېر ۱۵ میلیونو ته ورسېږي.

دغه شرکتونه د نوري فایبر له لارې خپل خدمتونه وړاندې کوي. دغه شبکه دا وروستیو کې د افغانستان ۲۳ ولایتونو کې تمدید شوې او د پاکستان، ایران، ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان له انټرنېټي شبکو سره تړلې ده.

چارواکي دغه راز وايي هوډ لري، چې افغانستان په سیمه کې د انټرنېټي پل بڼه غوره کړي. د یاد وزارت سرپرست احمدشاه سادات وايي، راتلونکو پنځو کلونو کې به افغانستان د معلوماتي تکنالوژي او مخابراتي خدمتونو له پلوه پر یوه پرمخ تللي ډیجټلي هېواد واوړي:

'' موږ د مرکزي اسیا او سویلي اسیا د هېوادونو تر منځ اړیکه ټینګوو او دغه راز چین له ترکمنستان، اذربایجان، ترکیې او بالاخره اروپا سره نښلوو، موږ له افغانستانه یوه لویه ډیجیټلي لاره جوړوو، چې د انټرنېټي او ډيجټلي خدمتونو لپاره یوه لاره شي. ''

د نوموړي په خبره افغانستان کې به ډېر ژر ۴ جي انټرنیټي خدمتونه وړاندې شي. د حکومتي شرکتونو تر څنګ افغانستان کې افغان بیسیم، اتصالات، ایم ټي این او روشن څلور خصوصي مخابراتي شرکتونه هم فعالیت کوي. دغه شرکتونه د ګرځنده ټیلیفونونو تر څنګ ۳ جي انټرنېټي خدمتونه هم وړاندې کوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب