نیمروز؛ افغان خاوره کې ایراني تومان چلېږي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د نيمروز اوونۍ: افغان خاوره ايراني تومان

د افغانستان په لوېدیځ او سوېل لوېدیځو سیمو کې د ایراني پیسو د کارونې په تړاو د ځايي خلکو اندېښنې ډېرې شوې چې ګواکې پر افغانۍ یې سیوری کړی.

په نیمروز کې بي بي سي ته ویل شوي ان حکومتي مامورین چې خپلې تنخاګانې پر افغانیو اخلي پر تومان یې اړوي چې توکي پرې وپېري.

چارواکي وايي ددغه چارې د کابو کولو هڅې پیل شوې دي. سید عبدالله نظامي د نیمروز ولایتي مرکز زرنج ته ورغلی او دا راپور یې پرې جوړ کړی دی.

+ د نیمروز بلوڅانو پېړۍ وړاندې خپلې کیسې او کلتور ساتلی

+ نیمروز؛ ایران او اروپا ته د قاچاق کېدونکو افغانانو لومړی تمځی

د نیمروز په ولایتي مرکز کې مې د یوه بوتل اوبو بیه کوله ځواب له سلو زرو اوښتو فکر مې وکړ نا اشنا یې خو وروسته راته مالومه شوه چې دغلته کارېدونکې پیسې ایرانۍ دي.

Image caption دا پل د نیمروزو ولایت زرنج ښار او د ایران زابل سره نښلوي.

نژدې ټوله راکړه ورکړه په ایرانیو پیسو کېږي. یو هټیوال چې د شنو ایرانیو نوټونو بنډل یې په لاس کې و ځان نه ملامتاوه چې ولې افغانۍ نه کاروي حکومت ته یې د پړې ګوته نیوله چې ولې یې مخنیوی نه کوي:

"دلته ټول کاروبار په تومان دی په ایراني پیسو دی دلته افغانۍ وجود نه لري. څوک یې مخنیوی وکړي؟ څوک یې مخې ته ودرېږي؟".

په زرنج کې هټیوالو راته وویل دا چاره نوې نه ده کلونه کېږي چې دلته ایراني تومان کارول کېږي، د نیمروز والي محمد سمیع بي بي سي ته وویل د افغانۍ د دودولواو پردو پیسو د مخنیوي لپاره یې لومړني ګامونه اخیستي دي:

Image caption د نیمروز د حق او اوقافو رییس حزب الله مولوي زاده ددغه ولایت په کلتوري او ټولنیزو چارو کې ایران په نفوذ کولو تورنوي
Image caption د زرنج ښار په ختیځه څنډه کې یوه لویه نومدړه انځور چې د یوې سپین سرې ادې په لاس کې د افغانیو بانک نوټونه دي چې وايي خپله پیسه! خپل ارزښت!

"یو شی چې په کلونو کلونو خراب وي نو ژر خو نه جوړیږي. د دې لپاره موږ ی منظم تدابیري پلان جوړ کړی دی. مثلاً په هغه مو پیل له نان وایانو کړی چې ډوډۍ په افغانۍ ورکړي په همدې ترتیب دوکانداران همداسې بیا لویو معاملو ته پسې ځو. دا مسله په تدریجې شکل هوارو ان شاء الله".

د زرنج ښار په ختیځه څنډه کې یوه لویه نومدړه انځور چې د یوې سپین سرې ادې په لاس کې د افغانیو بانک نوټونه دي چې وايي خپله پیسه! خپل ارزښت!

+

دغه انځور ښايي ډېرو ته یو درک ورکړي، خو سم لاسي نه شي ویل کېدای چې کله به د افغانستان په لوېدیځ کې ایراني تومان او په سوېل او ختیځ کې پاکستانۍ کلدارې له راکړې ورکړې وغورځي، هسې خو د افغانستان د کابینې یوې غونډې په دې تړاو د ټینګو ګامونو خبرې کړې.

Image caption د نیمروز ولایت صرافان وايي، هېڅوک د ایراني پیسو مخه نه نیسي

اړونده مطالب

ورته مطالب