له کندوز ښاره د ناقانونه موټرو ایستلو لپاره دوې ورځې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کندوز سيمييز چارواکي وايي دغه کار يې په کندز کې د امنيت د ټینګښت لپاره کړی

د افغانستان په شمال ختيځ کندوز ولایت کې سيمه ييز چارواکي وايي، د بې پلېټه موټرونو څښتنانو ته يې دوې ورځې وخت ورکړی، چې خپل بې پلېټه موټرونه له ښاره وباسي.

د چارواکو په وینا په دغه ولایت کې د بې پلېټه موټرونو په مرسته د سړي تښتونې او د ناامنیو پېښو دې ته اړکړي چې دغه ګام پورته کړي.

خوست کې سر له سبا د ناقانونه موټرو پر تګ راتګ بندیز لګېږي

غزني ښار کې د موټر سايکلو ګرځول بند شوي

د شمال ختيځ ولایت کندوز اوسېدونکي وايي، بې پلېټه موټرونو، چې دوی يې په عامه اصطلاح ویشکي بولي، سرخوږی ورته جوړ کړی، خو اوس چې د دغه ولایت چارواکو د بې پليټه موټرونو د مخنيوي لپاره ګام پورته کړی، داسې ښکاري چې خلکو يې هرکلی کړی.

بل لور ته د کندوز سيمييز چارواکي وايي دغه کار يې په کندز کې د امنيت د ټینګښت لپاره کړی. دوی د کندز ښار ته د بې پلېټه موټرونو پر ننوتلو بندیز لګولی او څښتنانو ته يې دوې ورځې وخت ورکړی چې خپل بې پليټه موټرونه له دغه ښاره وباسي.

د دوی په وینا، ډېری جنايي او د انسان تښتونې پېښې د بې پلېټه موټرونو په مرسته کېږي، چې د داسې کسانو موندل او پېژندل بیا ورته ستونځمن وي.

د انځور حقوق Getty Images

د کندز د والي ویاند محمود دانش وايي:

''موږ دوی نه شو پېژندلی چې څوک يې د کاروبار لپاره کاروي او څوک يې د جنایت لپاره. په همدې حال کې د بې پليټه موټرونو د راټولو لپاره ولسمشر فرمان هم ورکړی.

نو په کندوز کې د امنيتې ستونزو له کبله، نظامي کمېټې پرېکړه کړې چې په ښار کې به نور بې پلېټه موټرونو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي او باید دغه موټر راټول شي. ''

بې پلېټه موټرونه له ویش بازاره د افغانستان شمالي ولایتونو ته راوړل کېږي او کندوز، تخار او بدخشان د دغو موټرونو د پېر او پلور لوی مرکزونه بلل کېږي.

له ویشه راوړل کېدونکي دغه موټرونه معمولاً د کيڼ لاس سټرينګ لروونکي وي او بې ګمرکه راوړل کېږي چې افغان حکومت په ځلونو د دغو موټرونو ستونزې د حل لپاره هڅې کړي خو تر اوسه په کې پاتې راغلی ښکاري.