د سولې مضمون تدریسولو سره به سوله راشي؟

Image caption د سولې مضمون د هرات پوهنتون پنځو پوهنځیو کې تدریسیږي.

سوله او د شخړو حل لارې، هغه خوب چې افغانانو يې دا ډېر کلونه د ریښتوني څرک درک نه دی موندلی. همدغو خوږو ته د رسېدو په نیت تازه تازه په کابل کې یوه نادولتي، لوېدیځ ولایت هرات او په ختیځ ننګرهار کې یوه یوه دولتي پوهنتون په همدغه نوم د یوه مضمون د تدریس چارې پیل کړې.

په ۱۸۱ مخونو کې لیکل شوی کتاب د سولې د برخې د ۷ کارپوهانو او استادانو د نهه میاشتنۍ خوارۍ پایله ده.

د ګوهرشاد د لوړو زدکړو موسسې مشر محمد جواد صالحي دغه کتاب پاڼه په پاڼه اړولی.

* په ټولنه کې د زغم د نشتوالي دلايل څه دي؟

* خلک ولې له زغم او حوصلې کار نه اخلي؟

نوموړی وایي، د دغه کتاب لومړۍ برخه د سولې مفاهیم او نظریات دي، په دوهمه برخه کې د شخړو پر اواري او د هغو د ریښو پر وچولو بحث شوی او په ځانګړي ډول د شخړې په نوم موضوع په یوه څپرکي کې څېړل شوې.

" په دریم درس کې د سولې پر وړاندې ګواښونه څېړل شوي. په دغه کتاب کې د شخړو پیژندنه، تاوتریخوالی، له شخو شولانګو سره د چلند ډول، روغه جوړه او د یوبل زغمل، د خبرو اترو ډول، منځګړتوب او غاړه غړۍ کیدو ګټې. په افغانستان کې د انتقالي عدالت پلي کېدل. له تاوتریخوالي ځان ساتل او د زخمونو ټکور د دغه کتاب لوېې برخې دي".

Image caption د ګوهرشاد پوهنیزې ادارې مشر وايي، دا مضمون د متخصصو استادانو له خوا تدریسېږي.

د لوېدیځ هرات ولایت په پوهنتون کې دغه کتاب په پنځو پوهنځیو کې لوستل کېږي، چې اغیز يې هم روښان دی. د دغه پوهنتون علمي مرستیال محمد حسن فرید بي بي سي ته وویل، پرېکړه ېې کړې، چې په ټولو پوهنځیو کې د دغه مضمون تدریس پیل کړي:

"په پنځو پوهنځیو شرعیاتو، حقوقو، ژورنالیزم او ټولنیزو علومو کې د سولې په نوم دوه کریډيته مضمون په ژمني سمستر کې ولوستل شو. د پوهنتون علمي شورا پریکړه کړې او کابل مو هم خبر کړی، چې موږ چمتو یو دغه مضمون په ټولو پوهنځیو کې تدریس کړو".

تېر کال په ننګرهار پوهنتون کې زدکوونکو د لاریون پر وخت د (حزب التحریر) او طالبانو د بیرغونو په پورته کولو سره په دغه پوهنتون کې د توندلارۍ اندېښنې را پورته کړې.

* د نړۍ ډېر غښتلي کسان څنګه کمزوري کېږي

* ولې خلک په ټوولنیزو رسنیو کې ښکنځل کوي؟

د پوهنتون مشرتابه د توندلارۍ د مخنیوي لپاره د هڅو د پیل خبره کوي او وايي په لومړي ګام کې ېې د پوهنتون د ننه د سولې یو مرکز پرانیست.

د ننګرهار پوهنتون مشر ببرک میاخیل وايي، پر ټولګیو د څار د ډېرېدو ترڅنګ يې په ځینې پوهنځیو کې د سولې د مضمون د تدریس تابیا کړې او اوس محصیلین د توندلارۍ پرځای د سولې خواته رامات دي:

"همدا اوس ننګرهار پوهنتون له هغه حالت نه راوتلی، چې محصلینو به پکې مظاهره کوله اوس محصل دلته پر تحقیق مصروف دی، اوس استاد په دې بوخت دی، چې د محصل ذهن څنګه د وطن د ابادۍ په لو را واړوي او نور ېې هم ذهن جوړ کړي او دزه باور لرم، چې ستونزې حل شوې دي".

Image caption د ننګرهار پوهنتون مشر وايي، په پوهنتون کې یې د سولې مرکز پرانیستی.

په ننګرهار پوهنتون کې د ښځینه او نارینه محصلینو باور دا دی، چې کوم زدکوونکي د وسلوالو له سیمو راځي تر ډېره سخت دریځي نظریات لري:

"دا دپوهنتون نه بهر یوه مفکوره ده، چې عامه شوې، دغه توندلاریتوب او سخت دریځي په پوهنتون کې نشته او نه پوهنتون د دغو شیانو ځای دی زموږ استادان موږ توندلارۍ ته نه هڅوي. دا مشکلات اکثره له کلیو، بانډو او هغو سیمو نه راځي، چې نا امنه دي، خو په کانکور کې یې زدکوونکي پوهنتون ته کامیابیږي نو هلته، چې څه مفکوره ور کړل شي همغه د ځان سره راوړي".

څه موده وړاندې د ولسي جرګې یوه غړي حفیظ منصور په پوهنتونو کې د اسلامي تعلیماتو د تدریس له امله د سخت دریځۍ د ډېرېدو په اړه نیوکې کړې وې، چې ملاتړي او ګوتنیوونکي يې لرل.

* ايا په خواله رسنيو د کرکې مخنيوى شونى دى؟

* د افغانستان په اکاډمېکه کورنۍ کې نااعلان شوې جګړه

* افغانانو ته د کورني او ټولنیز ژوند د سلامشورو مرکز

د ګوهر شاد د لوړو زده کړو موسسې مشر وايي، د سولې د مضمون تدریس ځانګړي شرایط لري، چې زدکوونکي به د سولې اړوند مسایلو ته وهڅوي.

"هر څوک دغه مضمون نه شي تدریسولی، یو شرط دا دی، چې باید ماسټري ولري دویم شرط دا دی، چې د تدریسوونکي رشته باید سیاسي علوم، ټولنپونه او یا ارواپوهنه وي".

د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت وايي، د سولې او شخړو د حل د مضمون لوستل د اوس لپاره د دغو درې بنسټونو د پروګرام برخه ده، خو وايي پر دې خبرې روانې دي، چې د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې د دې ډول یوه مضمون تدریس پیل شي.

Image caption د ننګرهار پوهنتون په تړاو هغه مهال اندېښنې زیاتې شوې چې زدکوونکو یې په مظاهره کې د وسلوالو بیرغونه پورته کړل.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پوهنتون زدکوونکي

اړونده مطالب