"افغان چارواکو تراوسه د جنرال دوستم نهه ساتونکي نه دي نيولي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د څېړنو له بشپړولو وروسته یې د ښاغلي دوستم د نهو ساتونکو د نیولو حکم کړی

پر احمد اېشچي د جنرال دوستم او د هغه د ساتونکو د جنسي تېري د هڅې د تور نژدې اته اوونۍ کېږي، خو افغان چارواکو تراوسه د ښاغلي دوستم هغه نهه تنه ساتونکي چې لويې څارنوالۍ يې د نيولو حکم کړی و نه دي نيولي.

د جوزجان پخواني والي او يو ازبک قومي مشر احمد ايشچي پر جنرال دوستم او ساتونکو يې د تېري او ځورونې تور پورې کړی.

اېشچي: دوستم ساتونکو ته امر وکړ چې پر ما جنسي تېری وکړي

'د جنرال دوستم د قضیې په اړه پلټنې روانې دي'

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د څېړنو له بشپړولو وروسته یې د ښاغلي دوستم د نهو ساتونکو د نیولو حکم کړی، هغوی د دې تور په تړاو څارنوالۍ ته حاضر نه شول.

لویه څارنوالي وايي، د کورنیو چارو وزارت ته یې د دې کسانو د نیولو لپاره لیک استولی، خو دغه وزارت د ګام پورته کولو پر ځای د لیکونو پر لېږلو را لېږلو بسنه کړې.

له دې مخکې والسټریټ جورنال هم لیکلي وو، چې ښاغلی دوستم امنیتي ځواکونه نه پرېږدي چې ساتونکي یې ونسي.

خو د کورینو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، "زه پر دغو مسلو خبرې کول نه غواړم، خو څه ته چې ته اړتیا وي، څه چې د امنیتي ځواکونو یا ملي پولیسو مسوولیت وي، او لویه څارنوالي چې کومه همکاري غواړي، نو زموږ پولیس ور سره په داسې مسلو کې همکار وي او ګډ کار ور سره کوي."

د ښاغلي دوستم د ساتونکو د نیولو بحث چې د مهو کسانو د ریاست غړي دي، ډېر پېچلی دی. که څه هم دا بې مخینې نه ده چې د امنیت یوه اداره د بلې امنیتي ادارې کسان ونیسي، خو له لومړي مرستیال ولسمشر سره د تړاو له امله دا مسله پېچلې شوې ده.

Image caption د جوزجان پخواني والي او يو ازبک قومي مشر احمد ايشچي پر جنرال دوستم او ساتونکو يې د تېري او ځورونې تور پورې کړی

د لومړي مرستیال ولسمشر د دفتر مشر عنايت فرهمند دا خبره سمه نه بولي چې ښاغلی دوستم د خپلو ساتونکو د نیولو مخنیوی کوي.

ښاغلی فرهمند وايي، "د یوه کس د تور له مخې لویې څارنوالۍ موږ ته یو مکتوب رالېږلی و، د دې مکتوب له مخې دا بهیر روان دی، زه چې څومره پر دې بهیر پوهېږم لویه څارنوالي له دغه کار خوښه ده، که راضي نه وی، نو شکایت به یې کړی و، دا چې د پولیسو په مخ کې خنډ اچول کېږي، دا یوازې اوازه ده."

دوستم پر ده له لګېدلو تورونو وروسته کابل ته ستون شو

د افغانستان لویه څارنوالي: پر دوستم د ایشچي ادعا څېړو

په دي وخت کي احمد اېشچي وايي، "دوستم او ساتونکو یې ناوړه جنسي چلند ور سره کړی او که افغان دولت یې دوسیه تعقیب نه کړي، نورو لارو ته به مخه کړي."

نوموړی وايي، "زه تراوسه هیلمن یم چې د لویې څارنوالۍ پرېکړه به پلې کېږي، خو که عملي نه شي په هغه وخت کې به اړ یم چې نړیوالې محکمې ته مراجعه وکړم."

داسې ښکاري چې د ښاغلي اېشچي دوسیې ته رسیدل افغان حکومت په دوو کې حیران کړی، چې یو خوا د عدالت او بل خوا هم د سیاسي ټیکاو خوندیتوب.

اړونده مطالب

ورته مطالب