رادیو کابل له 'لندنۍ کوټې' تر ۴۸ مې سټوډیو

Image caption خدیجه چې د پروین پا نامه مشهوره وه، لومړنۍ ښځینه سندرغاړې وه، چې رادیو کې یې سندره وویله

نژدې یوه پېړۍ مخکې د افغانانو کورونو کې د رادیو غږ واروېدل شو. ۱۳۰۴ لمریز کال و، چې د افغانستان د هغه مهال پاچا امان الله خان د جرمني اجننرانو په تخنیکي مرسته د رادیو سسټم افغانستان کې فعال کړ، خو د هغه مهال د کورنیو پېښو له کبله څه موده وروسته د رادیو غږ غلی شو او بیا په ۱۳۲۰ کال کې رادیو دویم ځلي فعاله شوه، چې تر اوسه یې فعالیت روان دی.

'لندنۍ کوټه ' هغه ودانۍ وه، چې په انګریزي طرز ودانه شوې وه او د کابل زاړه ښار کې له همدغه ځایه د رادیو غږ لومړی ځل خپور شو. دغه ودانۍ چې د کابل شیردروازې غره په لمنه کې ودانه وه، اوس یې هېڅ نوم او نښان پاتې نه دي.

۱۳۲۹ لمریز کال و، چې د یوې مېرمنې خدیجې غږ د پروین په مستعار نامه له رادیو خپور شو او دا هغه مهال و، چې په افغان ټولنه کې له رادیو د یوې ښځې غږ خپرېدل له انقلابه کم نه و.

د رادیو افغانستان په اوسنۍ کې ودانې کې ۴۸ شمېره سټوډیو، چې د ودانېدو یې نژدې نیمه پېړۍ بشپړېږي، د ډېرو بدلونونو، پاڅونونو، انقلابونو او ګڼو سیاسي او ټولنیزو اړۍ، ګړیو شاهده ده. د موسیقۍ او سیاسټ د نړۍ وتلیو څېرو غږونه له همدغه ځایه خپاره شوي دي.

د انځور حقوق .
Image caption لومړنۍ ودانۍ چې د رادیو کابل غږ ورنه خپور شو، لندنۍ کوټه وه، چې د کابل ښار لوېدیځ کې جوړه شوې وه

نفیسه فیصل له ۳۳ کلونو راهیسې د رادیو افغانستان یوه ویانده او د خپرونو وړاندې کونکې ده. نوموړې په رادیو کې د ډېرو بدلونونو شاهده ده او وايي یو مهال یې په رادیو کابل کې دنده موندل لوی ارمان و، چې وايي د دغې ادارې په دروازې ننوتل ورته د خوب لیدو په څېرو و.

Image caption د رادیو افغانستان په ارشیف کې داسې ګڼ غږونه خوندي دي، چې اورېدل شوي نه دي

مېرمن فیص وايي:

''د ښوونځي زده کونکې وم، چې رادیو ته مې د دندې لپاره غوښتلیک ورکړ. دغه بهیر شپږ میاشتې وخن ونیو او یوه ورځ یې راته وویل، چې کولای شې دنده پیل کړې. هغه یادګاري ورځ مې هېڅ نه هېریږي. ''

Image caption د بډای ارشیف درلودو له کبله رادیو افغانستان د سیمې غږیزو رسنیو سره پرتله شوې

رادیو کابل، چې افغانستان کې یوازینۍ غږیزه رسنۍ وه، ورورو یې وده وکړه او او په رادیو افغانستان بدله شوه. د دغې رادیو ارشیف د سیمې په کچه له خورا بډای ارشیفونو یو دی. له لسیزو راهیسې په دغه ارشیف کې د پاچایانو، سیاستوالو او سندرغاړو زرګونه غږونه خوندي ساتل کېږي.

Image caption افغانستان کې د رادیو مخینه ۹۰ کلونو ته رسېږي

محمد صدیق ظریف یار، چې د خپل عمر ډېر خواږه کلونه یې د رادیو ارشیف خوندي ساتلو کې تېر کړي دي وايي ۱۷ کلن و، چې رادیو کې دنده پیل کړه او اوس یې عمر ۴۳ کلونو ته رسېږي. نوموړی وايي:

' هغسې چې پر افغانستان سخت وختونه تېر شوي، ارشیف هم له جګړو او بدلونونو خوندي نه دی پاتې شوی، خو د مسوولینو او همکارانو په مرسته توانېدلی یم، خوندي یې وساتم.

Image caption ظریف یار له څلورو لسیزو راهیسې د رادیو ارشیف کې دنده تر سره کړې

اوس چې هېواد کې له ۷۰ ډېرې ټلویزیوني شبکې فعالیت کوي، د رادیو مینه وال لا هم نه دي لږ شوي او د هېواد په لر او بر کې ۲۵۰ پورې رادیوګانې خپرونې کوي. په افغانستان کې د ازادیو رسنیو د ملاتړ یوه اداره نی وايي، د دوی معلومات ښيي، چې د افغانستان ۷۰ سلنه وګړي د خبرونو لپاره رادیو اوري، چې یو شمېر هغو کې د خپرونو وړاندې کونکې ښځینه خبریالانې دي.

Image caption رادیو افغانستان اوس بیا رغاونې ته اړتیا لري
Image caption د افغانستان ملي رادیو ټلویزیون ودانۍ
Image caption رادیو اوس هم په افغانستان کې ګڼ اورېدونکي لري