یو شمېر افغان ماشومان جرمني ته لېږدول کېږي

د انځور حقوق Getty Images

لسګونه هغه افغان ماشومان چي سوځیدلي او یا یې هډوکي پوده شوي، د درملنې لپاره جرمني ته لېږدول کېږي.

د جرمني د سولې کلي په نوم بنسټ د دغو ماشومانو، چې عمرونه یې د شپږو او دیارلسو کلونو ترمنځ دي، وړیا درملنه کوي.

د افغانستان د سرې میاشتې ټولنه وایي، دوی دا ځل ۶۹ داسې ماشومان جرمني ته لېږي چې سوځیدلي او یا یې هم هډوکي پوچ یا پوده شوي دي.

د سرې میاشتې ټولنې مرستیال میرویس اکرم د ماشومانو د سوځیدنې عواملو ته داسې اشاره وکړه.

'' د ماشومانو د سوځیدو عوامل بېلابیل دي، له اشټوپه نیولې، تر ګاز او تناره لویدو پورې، یوشمیر نور بیا د جګړو او بمونو له امله سوځېدلي دي.

کونړ کې درې ښوونځي سوځول شوي او یو په بمونو الوځول شوی

په افغانستان کې دا مهال د سوځیدنې د درملنې لپاره درې مرکزونه شته چې دوې څانګې یې د کابل په استقلال او اندراګاندي روغتونونو او یوه بله یې په هرات کې ده.

د سوځېدلو ماشومانو د درملنې د څرنګوالي لپاره اندراګاندي روغتون کې

له داسې یوه مېرمنې سره مخامخ شوم چې ۷ کوچني لمسیان یې د ګازو د ډبې په چاودنه کې سوځیدلي او ټول یې شا وخوا ته په بستر پراته وو. هغې راته وویل:

"ماخوستن یې ډوډۍ خوړله او ګاز یې په کوټه کې لګولی دی، یو دم غږ شو، ټولې دروازې خلاصې او د کړکیو ښیښې ماتې شوې، د نږور مې اووه ماشومان چې پنځه زامن او دوې لوڼې دي وسوځیدل. "

د اندراګاندي روغتون د سوځیدنې د څانګې مسئول حبیب الرحمان قاسم وایي، دوی د روغتون دننه څه نا څه امکانات لري او د هغو ماشومانو درملنه کولای شي چې د سوځیدو کچه یې ۴۰ سلنه وي.

"۴۰ بستره او د ۲۰ په شااوخوا کې صحي او غیر صحي پرسونل لرو، د سوځیدنې بیړنیو ناروغانو ته دلته هغه امکانات موجود دي چې زمونږ ګاونډی هېواد پاکستان او بیا یې هند لري، پر عامه کچه هغه ناروغان دلته ښه کېږي چې سوځیدنه یې ۴۰ سلنه وي. "

کابل کې اندراګاندي روغتون روان لمریز کال د سوځیدنې څه باندې زر او استقلال روغتون شااوخوا شپږ سوه پیښې ثبت کړي دي.

ډېری سوځېدلي

د سوځیدلو ناروغانو له ډلې نږدې نیمایي هغه ماشومان جوړوي چې نوي په خاپوړو راغلي.

د جرمنې د سولې کلی د سرې میاشتې په همکارۍ له پنځه ویشتو کلونو را په دې خوا تر اوسه کابو څلور زره هغه ماشومان د درملنې لپاره بهر ته لېږدولي چې سوځیدلي، زړونه یې سوري دي او یا یې هم هډوکي پوده شوي دي.

د جرمنې د سولې کلی یو غیر دولتي بنسټ دی چې په ۱۹۶۷ کال کې يې په جګړه ځپلو هېوادونو کې فعالیت پیل کړی دی.

اړونده مطالب